د شپږیزې سیالیو لپاره لیلامۍ کې ګلبدین نایب تر ټولو مخکښ
په افغانستان کې لومړی ځل د کورني کرېکټ د ۲۰ اوریزو سیالیو، شپږیزې جام شپږ لوبډلو له ۹۰ ډېرو کورنيو او له ۶۰ د ډېرو بهرنيو لوبغاړو پېرلو لپاره دواطلبۍ کې برخه واخیسته.
ټولې شپږ لوبډلې وارله مخه لوبډلمشران لري. په داو طلبۍ کې له کورنیو لوبغاړو نه تر ټولو لوړه بیه د ګلبدین نایب لپاره وټاکل شوه، چې اووه اعشاریه څلور میلیونه افغانۍ وې او بوست لوبډلې وپېره.
د افغانستان په شپږیزه سیالیو کې خصوصي شرکتونو پانګونه وکړه
لومړي ځل شپږېزه سیالیو کې ۶۸ بهرني لوبغاړي لیلامېږي
د اصولو له مخې شپیزه کې ګډون کونکې هره ډله کولای شي ۱۲ کورني او ۳ بهرني لوبغاړي وپېري.
د پاکستاني لوبغاړي کامران اکمل نوم د ډېرې بیې تر لاسه کولو له کبله د هغو بهرنیو لوبغاړو نوملړ په سر کې و، چې دغه داوطلبۍ کې یې د خدمتونو تر لاسه کولو لپاره بیه ورکړل شوه.
بهرنیانو کې دویم ځای د بنګله دېش تمیم اقبال خپل کړی، چې سپین غر بازانو د ۲.۱ میلیونو بدل کې پېرلی دی.
نجیب ځدراڼ د شپږیزې لړۍ په داوطلبۍ کې په ۶ میلیونو او ۷۰۰ زره افغانۍ بند امیر لوبډلې وپېره او سمیع الله شینواری د یو نیم میلیون افغانیو بدل کې سپین غر لوبډلې پېرلی.
د لوبغاړو لپاره په ټاکل شوې حق الزحمه کې تر ټولو ټیټه ۵۰ زره افغانۍ ( څه کم زر امریکايي ډالره ) ټاکل شوې وه. د لوبغاړو په لیلام کې د نړۍ د نهو هېوادونو لوبغاړي شامل وو.
تر ټولو ډېر پکې افغان لوبغاړي وو چې شمېر یې ۹۷ کسانو ته رسېده. بهرنیانو کې تر ټولو ډېر لوبغاړي پاکستانیان وو، چې شمېر یې ۲۷ کسانو ته رسېده.
د زمبابوې ۲۰، بنګله دېش ۱۰، هانګ کانګ څلور، د ویسټ انډیز، کاناډا او متحده عرب امارات دوه، دوه لوبغاړي او د عمان یو لوبغاړی و، چې په دې لیلام کې یې بخت شامل وو.
د افغانستان کریکټ بورډ وايي په جولای کې کېدونکو دغو سیالیو کې به لوبڅاران هم ځینې بهرني وي او د لوبډلو روزونکي به هم له نورو هېوادونو ورته راځي.