BBC
 شاته

افغانستان او د ناټو نننۍ سرمشريزه

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د افغانستان په هرات ولایت کې ناټو ځواکونه د ګزمې پر مهال

په بروکسل کې د ناټو نننۍ سر مشريزه په داسې حال کې جوړېږي چې د ترهگرۍ گواښ د نړۍ په لر او بر کې زور اخيستى.

د ناټو د ٢٨ غړو هېوادونو مشران به د ترهگرۍ پر وړاندې جگړه کې د دغې ټلوالې د رول پر څرنگوالي او د غړو هېوداونو ترمنځ د لگښتونو پر عادلانه وېش غور کوي.

* د امریکا دفاع وزیر د ناټو پر اهمیت ټینګار کوي

* امریکا یو ځل بیا له ناټو سره پر کړو ژمنو د بیاکتنې خبره وکړه

ناټو چارواکو نننۍ سرمشريزه لنډه خو خورا مهمه بللې، او وايي د بحث يوه موضوع به يې د ترهگرۍ له اصلي جرړو سره د چلند او د ترهگرۍ ځپلو هېوادونو د امنيتي ځواکونو روزنه او سمبالښت وي، چې د دوى په وينا د ترهگرۍ ضد جگړې يو له تر ټولو اغېزمنو وسيلو دي.

د ناټو نننۍ سرمشريزه کې افغانستان

د دغې ټولنې سرمنشي ينز سټولټنبرگ چې د سرمشريزې په درشل کې په يوه خبرې ناسته کې را څرگند شو وويل د افغان ځواکونو د روزنې او ملاتړ په برخه کې د ناټو ماموريت ارزونه په دې وروستيو کې بشپړه او د نورو تازه دمو پوځيانو غوښتنه شوې.

" زموږ پوځي قومندانانو د څو زرو نورو ځواکونو غوښتنه کړې چې اوسمهال موږ د دغو ځواکونو د برابرولو په بهير کې يو. زه تمه لرم چې راتلونکې مياشت په دې تړاو وروستۍ پرېکړه وشي."

خو ښاغلي سټولټنبرگ دا هم زياته کړه چې د ناټو د روان ماموريت په بڼه کې به بدلون نه راځي او تازه دم ځواکونه به هم د افغان ځواکونو پر روزنه او د هوايي دفاع په برخه کې د هغوى د وړتيا پر زياتولو خپل پام ور ټول ساتي.

د داعش ضد مبارزه

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ناټو له سرمشریزې وروسته ممکن د امریکا ولسمشر هم افغانستان ته د څو زرو ځواکونو استولو پرېکړه وکړي.

د ناټو سرمشريزه به د داعش پر وړاندې د مبارزې د لارو چارو او اسلامي دولت نومې ډلې ضد نړېوالې ټلوالې سره د دغې ټولنې د رسمي يو ځاى کېدو سربېره پر دې ټکي هم بحث کوي چې غړي هېوادونه څنگه کولى شي په ٢٠١٤م کال کې د هغې کړې ژمنې د پوره کولو په لورتدريجي گام واخلي چې له مخې يې اړ دي د خپلو ناخالصو عوايدو دوه سلنه پر دفاعي چارو ولگوي.

د ناټو د ٢٨ غړو هېوادونو پارلمانونو په دغه ټولنه کې د مونټينگرو د ورگډېدو غوښتنليک هم منلى. چې ناټو چارواکي يې په لوېديځ بالکان کې د ټيکاو پر لور يو گام او نړېوالو بدلونونو سره د ناټو د ځان سمولو وړتيا بولي.