BBC
 شاته

کرېکټ: د افغانستان او ویسټ انډیز سیالۍ

د انځور حقوق Getty Images
Image caption راشد ارمان او محمد نبي د هند ای پي ایل کې ښه وځلېدل

افغان کرېکټ لوبغاړي چې تر اوسه په هند کې په تمرین بوخت وو، پرون د ویسټ انډیز پر لور وخوځېدل. راتلونکې میاشت به افغانستان له ویسټ انډیز سره درې ۲۰ اووریزې او درې یوه ورځنۍ نړیوالې سیالۍ وکړي.

دا به د کرېکټ د نړیوالې شورا دریمه بشپړ غړیتوب لرونکې لوبډله وي چې افغانستان ورسره لوبلړ 'سیریز ' کوي.

له دې مخکې افغان لوبډلې له دوو نورو بشپړ غړي هېوادونو 'زمبابوې او بنګله دېش ' سره هم ۲۰ اووریزې او یوه ورځنیزې سیالۍ کړې، چې ښې لاسته راوړنې یې درلودلې.

د افغانستان یو مهم لوبغاړي محمد شهزاد چې په نړیوال ۲۰ اووریز جام کې یې خورا په زړه پورې لوبه وکړه او د کرېکټ ماهرینو پام یې ځانته واړاوه، دغو سیالیو کې نه شته.

دې سره نجیب تره کی هم دغو سیالیو کې برخه نه لري، چې ډېری مهال له شهزاد سره په شریکه لوبه پیلوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption افغانستان په تېرو اوو کلونو کې ۵۸ شل اووریزه نړیوالې سیالۍ کړې

داسې وېره محسوسېږي، چې د شهزاد او تره کي نشتوالی به پر افغان لوبغاړو اغېز ولري.

الروانډر لوبغاړی میرویس اشرف له روغتیايي پلوه چمتو نه دی بلل شوی او له همدې کبله د لوبډ‌لې ملګری نه دی او ښايي د دېیو وتلیو لوبغاړو نه شتوالي به په ټول کې د ټيم پر مجموعي فعالیت او هدفونو ته رسېدو لړ کې بې اغېزه نه وي.

بل لور ته د شهزاد محمدي اونجیب تره کي پر ځای جاوید احمدي او عثمان غني ته لوبډله کې ځای ورکړل شوی. د دې تر څنګ نورعلي ځدراڼ هم په لوبډله کې شته.

نورعلي ځدراڼ او جاوید احمدي د ملي لوبډلې پیاوړي، مسلکي او تجربه لرونکي لوبغاړي دي، چې معمولاً په سړه سینه لوبه کوي.

که څه هم جاوید احمدي یو څه موده په پام کې نه و (اوټ اف فورم یا غیر فعال) و او له دې کبله یو څه موده له لوبډلې بهر و، خو په وروستۍ تمریناتي لوبه کې یې چې د هند په ګریټر نو‌اډا کې تر سره شوه، ۵۵ نا سوځیدلې منډې وکړې، چې د راتلونکو سیالیو لپاره یو ښه زیری دی.

د انځور حقوق Getty Images

د هند په ۲۰ اووریزه سیالیو (ای پي ایل) کې د دوو افغان ستورو ښه ځلېدل د ویسټ انډیز لوبډلې ته د خطر زنګ کېدای شي. راشد ارمان او محمد نبي چې د لومړي ځل لپاره یې په هغو سیالیو کې د افغانستان استازیتوب کاوه، ښې لاسته راوړنې لرلې.

په هغو سیالیو کې د ویسټ انډیز لوبغاړي هم لوبېدل او دا د افغان لوبغاړو لپاره یوه ښه فرصت و، چې د هغوي خلاف ولوبیږي او د دوی پر نیمګړتیاوو او تېروتنو وپوهېږي.

افغانستان په تېرو اوو کلونو کې ۵۸ شل اووریزه نړیوالې سیالۍ کړې، چې ۳۹ یې ګټلي او ۱۹ یې بایللي. دې سره افغانستان ۶۲۰۲۴ سلنه د ګټلو فیصدي لري چې د کرېکټ په تاریخ کې تر بل هر هېواد زیاته ده.

اسټرالیا په ۵۲۰۱۷ سلنه فیصدۍ سره دویم ځای لري، خو ویسټ انډیز په تېرو ۱۲ کلنو کې ۸۶ شل اووریزه نړیوالې لوبې کړې، چې نیمې یې کټلې او نیمې یې بایللې دي او د ۲۲ هېوادونو په نوملړ کې د پای له لوري دویم ځای لري.

افغانستان په تېرو اوو کلونو موده کې (۲۰۱۰ - ۲۰۱۷) کې ۸۰ یوه ورځنۍ نړیوالې لوبې کړې، چې له دې جملې یې ۴۳ ګټلې او ۳۷ یې بایللې دي.

افغانستان او ویسټ انډیز په یوه ورځنیو سیالیو کې تر اوسه نه دي مخامخ شوي او په راتونکې میاشت 'جون ' کې به د لومړي ځل لپاره دې نړیوالې یوه ورځنۍ سیالۍ وکړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption محمد شهزاد دغو سیالیو کې د افغان لوبډلې ملګرتیا نه کوي

د تجربه لرونکو او نویو تکړه لوبغاړو له شتوالي سره افغان ملي لوبډله اوس د بل هر مهال پرتله ډېره وړتیا لرونکې لوبډله ده او د دې وړتیا لري چې هرې لو‌ډلې ته ګواښ اوسې.

ویسټ انډیز لوبډله بې شکه تر فشار لاندې ده، ځکه چې په تېر ۲۰ اووریز نړیوال جام کې یې یوازې له افغان لوبډلې څخه تاریخي ماتې خوړلې وه.

تمه دا ده، چې دې سره د افغان لو‌ډلې مورال لوړ دی او ښه لوبه به نندارې ته وړاندې کړي، چې د بریاوو لړۍ روانه وساتي.