BBC
 شاته

کوټه کې وسله والو دوه چینایان تښتولي دي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption پاکستاني سرتېري هغه سیمه کې لیدل کېږي، چې دوه چینایان په کې تښتول شوي

نا معلومو وسله والو کسانو د بلوچستان له مرکزي ښار کوټې نه دوه چینایان تښتولي دي. ځايي پولیسو ویلي دغه چینایان، چې یو نارینه او یوه ښځه دي، له جناح ټاون سیمې تښتول شوي دي.

د بي بي سي خبریال د پولیسو له قوله ویلي، تښتول شوي کسان د چینايي ژبې ښوونکي وو.

د پولیسو په وینا دغه درې کسان له بازاره کور ته پر لاره وو، چې موټر کې ناستو کسانو په زور له ځان سره بیولي دی. د پولیسو په وینا یوه چینايي مېرمن له وسله والو په تېښته بریالۍ شوې او دوه کسان تښتول شوي دي.

په کوټه کې څلور امنیتي سرتېري ووژل شول

کوټه کې پر بس برید څلور شیعه مېرمنې وژلې

پولیس وايي یوه ځايي اوسېدونکي هڅه کوله دغه کسان له تښتول کېدو وژغوري، خو وسله والو پر پښه په ډزو ویشتلی دی.

چارواکي وايي تر اوسه معلومه نه ده، چې ولې دغه کسان تښتول شوي دي. له تېرو ۱۵ ورځو راهیسې بلوچستان کې دا د انسان تښتونې درېیمه پېښه ده.

له دې مخکې له نصیر اباد سیمې یو هندو سوداګر او له چمن نه یو سوداګر تښتول شوي دي. مارچ میاشت کې له کوټې ښاره د منځنیو زده کړو سکرتر عبدالله جان تښتولی و، چې تر اوسه بې درکه دی.