BBC
 شاته

د خطر کچې لوړېدو اعلان سره لندن کې پوځیان ځای پر ځای شوي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption برتانوي پوځیان له پولیسو سره یو ځای د امنیت ساتلو پر دنده ګومارل شوي

د امنیتي خطر کچې له لوړولو سره برتانوي چارواکو د دغه هېواد پلازمېنه لندن کې پولیس ځای پر ځای کړي دي.

بل لور ته د هېواد پارلمان، لومړۍ وزیرې دفتر او یو شمېر نورو مهمو دولتي ودانیو شاوخوا کې د امنیتي ځواکونو سرتېري ځای پر ځای شوي دي.

دا د امنیتي ځواکونو لومړنۍ زر کسیزه ډله ده، چې د خطر کچې لوړولو له اعلانه وروسته د امنیت خونیدیتوب لپاره پر دنده ګومارل کېږي.

بل لور ته برتانوي پولیس وايي، د مانچسټر بریدګر سلمان عبیدي د 'شبکې ' لټون کوي. مانچسټر ارینا کې د موسیقۍ کنسرت له پای ته رسېدو وروسته ځانمرګي برید کې ۲۲ کسان ووژل شول، چې ۱۲ یې پېژندل شوي دي.

د انځور حقوق .
Image caption برتانوي پولیسو ویلي، مانچسټر برید ۲۲ کلن لیبیايي توکمي سلمان عبیدي کړی

تازه رپوټونو کې ویل شوي پېښه کې هغه پولیس سرتېري هم وژل شوي، چې پر رسمي دنده نه وو.

د چهارشنبې پر ورځ دغه برید کې د لاس درلودو په تړاو درې نور مشکوک کسان هم نیول شوي دي. پولیس په دې اړه څېړنه کوي، چې لیبیايي توکمي بریدګر سلمان عبیدي یوازې و که نور ملګري یې هم درلودل.

د سې شنبې پر ورځ د نوموړي بریدګر ۲۳ کلن ورور هم نیول شوی دی. د برتانیا کورنیو چارو وزیره امبر راډ ویلي، دا 'ډېره ممکنه ' ده چې بریدګر یوازې نه و.

د انځور حقوق PA
Image caption لومړۍ وزیره ټېرېزا مې وايي، تر اوسه معلومه نه ده، چې بریدګر یوازې و او که نور کسان هم ورسره ملګري وو

امبر راډ دغه راز ویلي کېدای شي د امنیت خوندیتوب لپاره تر ۳۸۰۰ پورې پوځیان وګومارل شي، خو په وینا یې کېدای شي د خطر کچه لوړول موقته چاره وي. نوموړې دا هم ویلي، چې څارګرو ادارو 'تر یوه حده ' د بریدګر په اړه معلومات درلودل.

هغه معلومات چې بي بي سي موندلي ښيي، چې څو کاله مخکې دوو کسانو د ترهګرۍ مخنیوي ادارې پر مخامخ ټیلیفون د سلمان عبیدي د تاوتریخجنو فکرونو په اړه معلومات ورکړي وو.

د امنیتي چارو لپاره د بي بي سي خبریال فرینک ګارنر وايي، داسې باور کېږي، چې سلمان عبیدي یوازې د بم لېږدولو لپاره کاروول شوی دی او دغه بم بل چا جوړ کړی دی.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption مانچسټر کې د وژل شویو کسانو یادګاري مراسم تر سره شول

بل لور ته د برتانیا لومړۍ وزیرې ټېرېزا مې خبرداری ورکړی، چې له مانچسټر ځانمرګي برید وروسته برتیانا کې د بل برید احتمال هم شته او دې ته په پام سره د خطر کچه لوړه کړل شوې ده، چې په همدې لړ کې د مهمو ودانیو ساتنې لپاره پوځیان پر دنده ګومارل شوي دي.