شاته

پاکستاني سناتوران: د طالبانو پخوانی ویاند ولې نازول کیږي؟

احسان الله احسان تور لګولی چې د تحریک طالبان پاکستان مشران په افغانستان کې پالل کیږي.

د پاکستان د سنا مجلس ځیني غړي د پاکستاني طالبانو د پخواني ویاند احسان الله احسان ژر تر ژره محاکمه کیدل غوښتي دي.

د سنا د کورنیو چارو د کمیټې غړي طاهر حسین مشهدي ویلي دي چې د قانون پر بنسټ ټول ترهګر باید بیله توپیره محاکمه او قانوني سزا ورکړل شي.

ښاغلي مشهدي وایي د محاکمې پر ځاې، د پاکستاني طالبانو پخوانی ویاند په تلویزیون څرگندیږي او داسې روغ او خوشحاله ښکاري چې د هغه په وینا لکه یو میلمه چې وي.

د قبائیلي سیمې څخه د سنا د کمیټې غړي سناتور صالح شاه تور لگولی چې حکومت د غیر قانوني اعلان شوي تحریک طالبان پاکستان ځنو ډلو سره مرسته او ملاتړ یې کوي.

هغه دا هم وایي چې دغو طالبانو په ټانک، بنو او دیره اسماعیل خان کې خپل دفترونه هم پرانستي دي.

د قومي موومنت سناتور برستر سیف الله خان وایي که چیرې هغه د حکومت سره په ځنې مواردو کې دمخه تر نیولو مرسته کړې وي، نو خامخا به ورسره یو څه نرم چلند کیږي، خو "د اخلاقي پلوه او د یو عام پاکستاني له نظره دته داسې څرگنده معافي ورکول زما په اند ښایي ښه کار نه وي".

هغه دا هم وایي چې کله مجرمین اعتراف وکړي نو یو څه نرمښت ورسره کیږي خو د احسان الله احسان خوشې کیدل به د عامو خلکو او هغوی ته چې د ترهگرو له پلوه یې زیان لیدلی ښایي سخت تمام شي.

خو د سنا مجلس د کورنیو چارو د کمیټې د غړو غبرگونونو ته په ځواب کې د دفاع وزارت سکرتر فیصل لودهي وايي چې د احسان الله احسان په وړاندې به د قانون سره سم چلند وشي.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان د یو مشهور تلویزیوني چینل جیو سره د احسان الله احسان د مرکې نه وروسته په پیښور کې د هغو ماشومانو میندو او پلرونو مظاهره کړې وه چې په ٢٠١۴ کې د پیښور په یو ښوونځي تلف شوي دي.

احسان الله احسان اعترافات

په هغه ویدیو کې چې د پاکستان اردو خپره کړې وه د پاکستاني طالبانو پخواني ویاند احسان الله احسان افغانستان او هند د ترهګرۍ نه په ملاتړ تورن کړي دي.

په دې ویدیو کې احسان ځان "لیاقت علي" معرفي کوي او ادعا کوي چې د افغانستان له خاورې نه یې د پاکستان د دولت پر ضد فعالیت کاوه.

هغه ویلي وو چې "دغه ډلې په افغانستان کې کمېټې لري او د هغه له لارې د افغانستان د ملي امنیت او د هند د استخباراتو ادارې سره اړیکه لري. د افغانستان د ملي امنیت اداره هغوي ته پېژندپاڼې جوړوي څو په آزاده تګ راتګ وکولی شي."

له بلې خوا افغانستان او هند د پاکستان استخبارات (آی اېس آي) له ترهګرۍ څخه په ملاتړ تورنوي.