اریانا ګراندې: زړه مې سخت مات شوی
اریانا ګراندې د برتانیا مانچسټر کې پر ځانمرګي برید ژور خفګان ښوولی دی.
دغه برید کې، چې تېره شپه د اریانا د موسیقۍ له کنسرت پای ته رسېدو سره سم وشو، ۲۲ کسان وژل شوي دي او له ۵۰ ډېر ټپیان دي.
دغه سندرغاړې خپله پېښه کې نه ده ټپي شوې، خو وايي، 'زړه یې له تله سخت مات شوی دی ' او د 'خواشینۍ څرګندولو لپاره ورسره ټکي نه شته.
اریانا ګراندې له چاودنې وروسته ویلي:
"د زړه له کومي ډېره ډېره بښنه غواړم. د ویلو لپاره هېڅ توري نه لرم'
تېره شپه د دغې ۲۳ کلنې امریکایۍ سندرغاړې د موسیقۍ کنسرت پای ته رسېدلی و، چې چاودنه وشوه او درنه مرګژوبله یې رامنځته کړه.
د اریانا ګراندې د پروګرام پر مهال کنسرت صالون کې زرګونه کسان ناست وو.
دغو کسانو کې زرګونه پېغلې هم وې، چې د اریانا د هنر ډېرې مینه والې بلل کېږي.
اریانا ۱۵ کلنه وه، چې سندرې یې پیل کړې او ۲۰۱۴ کال کې یې 'ستونزه ' نومې سندره د برتانیا او امریکا د مشهورو سندرو په لومړي کتار کې شمېرل کېده.
نوموړې د غوره موسیقۍ برخه کې نهه جایزې تر لاسه کړې دي.
مهال اریانا د اروپا په یوه هنري سفر وتلې او برمنګهم او ډبلین کې له سندریزو کنسرتونو وروسته تېره شپه مانچسټر کې وه.
د راتلونکې چهار او پنجشنبې پر ورځو به نوموړې لندن کې خپل هنر څرګند کړي.