شاته

فیروز: د زیږون پرمهال د میندو د مړینې په اړه پخواني ریپوټونه سم نه دي

د افغانستان د عامې ورغتیا وزارت وايي، چې په دغه هیواد کې د زیږون پر مهال د میندو د مړینې د کچې د راټیټیدو په اړه پخواني ریپوټونه سم نه دي او لا هم هرکال په سل زرو میندو کې دولس‌سوه یې د زیږون پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز د سې‌شنبې په ورځ په افغانستان کې د زیږون پر مهال د میندو د مړینې په اړه د یوې تازه سروې جزئيات له خبریالانو سره شریک کړل.

ښاغلي فیروز د روغتیا د پایلو په شپږم کنفرانس کې خبریالانو ته وویل چې دا سروې د امریکا د پرمختیایي ادارې یا یو اس اې ای ډي او مرکزي احصایې لخوا د افغانستان په اکثرو ولایاتو کې تر سره شوې ده.

هغه همدارنګه هغه شمېرې هم ناسمې وبللې چې په دوه زره او لسم کال کې په افغانستان کې د زیږون پرمهال د میندو د مړینې شمیرې کمې ښودل شوې وې، چې پکې په هرو سل زره میندو کې د درې سوه میندو مړینه ښودل شوې وه.

ښاغلي فیروز د زیږون پر مهال د میندو د مړیني اساسي لاملونو ته په اشارې وویل چې د زیږون پر مهال د میندو مړینه یوازې روغتایي خدمتونو ته د نه لاسرسي پورې اړه نه لري بلکې نورې ستونزې هم شته چې د زیږون پر مهال د میندو د مړینې لامل کیږي

هغه وویل "د حاملګۍ له اختلالاتو نه سربیره د زیږون پر مهال د میندو مړینه نور لاملونه هم لري یوه مور دا تصمیم نشي نیولی چې کورنۍ یې ورته اجازه ورکړي چې کلینک ته لاړه شي یا یې هم ډاکټر و ویني بل څه چې د میندو په روغتیا اغیز کوي هغه د لارو او د ترانسپورت ستونزه ده."

ښاغلي فیروز همداراز زیاته کړه چې میندو ته پر وخت د روغتیایي خدمتونو او په کافي اندازه د قابلو شتون کولای شي چې د میندو د مړینې مخه ونیسي.

هغه وویل، چې په لیرو پرتو سیمو کې د درېو روغتیایي مرکزونو له شمیرې، یو یې قابلې نه لري.

ښاغلي فیروز وویل چې اوس مهال په افغانستان کې دوه زره او څلور سوه د روغتیایي خدماتو مرکزونه شتون لري.

هغه دغو مرکزونو ته د خلکو د لاسرسي په اړه یې وویل "کله چې یوه کورنۍ د یو ساعت په موده کې یو صحي مرکز ته ځان رسوي موږ وایو چې دا زموږ تر صحي پوښښ لاندې دی چې اوس شپیته فیصده خلک ورته لاسرسی لري،هغه خلک چې په دوه ساعتونو کې یو صحي مرکز ته ځان رسوي د هغوې شمیر څلوی‎ښت فیصده ده موږ اوس د روغتیایي مرکزونو شمیر ډیرو تر څو وکولای شو دې څلویښت فیصدو خلکو ته روغتایي خدمتونه نیږدې او اسانه کړو."

که څه هم په تیره یوه نیمه لسیزه کې نړیوالې ټولنې له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې په سلګونو میلیونو ډالر مرسته کړې، خو لا هم په دغه هیواد کې د زیږون پر مهال زیاتې میندې خپل ژوند له لاسه ورکوي.