BBC
 شاته

زرنجي او د چلوونکو ادبیات

ریکشا

زرنجی په لوېدیځ هرات ولایت کې د ولسي سوچ او ادبیاتو هینداره ګرځېدلې. په دې ولایت کې اوس تر ډېره د زرنجو (ریکشا ډوله موټرسایکلونو) پر شا چې اوس په لنډ واټن کې د مسافر وړونکې وسیلې په توګه کارول کېږي، جالب شعرونه او نثرونه لیکل شوي.

د موټرونو پر شا د ولسي شعرونو او نثرونو لیکل د سیمې په ډېرو ښارونو کی د چلوونکو د ادبیاتو په نوم پېژندل کېږي.

ځینې یې مذهبي، ځینې عشقي او یوشمېر یې هم خندوونکې طنزي محتوا لري.

کابل ښاروالي، د غره ډډې کورونه رنګوي

هرات د ۷۰۰ تاریخي اثارو کور، خو درې لارښوونکي لري

په هرات کې د صحرايي مرغانو ځالې کمې شوي

د شاه امان الله غازي د څو ورځو استوګنځی وژغورل شو

بېوزله یم خو ناځوانه نه یم!

دوستي نه ده پاتې!

مه راپسې ځغله دوړې دي!

پر یوه بل لیکل شوي چې "د ژوند وروستۍ سټایل کفن دی! ". البته دا بیا په عامو خلکو کې د انګریزي ژبې نفوذ هم ښیي.

خو په ډېرو زرنجو بیا عشقي شعرونه او نثرونه لیکل شوي. مثلاً: پر یوه زرنج لیکل شوي چې: "ژوند ته یوازې ستا په مینه دوام ورکوم "

سید اصغر چې دا جمله یې پر خپل زرنج لیکلې وایي:

"بس مینه وه نو ما هم دا جمله ولیکله. دا خبره ما خطاط ته ورکړه او ده راته د زرنج پر شا ولیکله. که یې څوک له شا نه لولي، ښه احساس به ورته پيدا کېږي. هېواد مو غمجن دی. باید داسې شی ولیکو چې که یې څوک لولې یو احساس ورپیدا شي. طبیعت یې باید خوښ شي. "

که وشوه، وشوه! که ونه شوه، المان ته ځم!

ډېری دا ډول شعرونه او نثرونه د زرنجو پر شا د هرات یوه خطاط علي رضا خالقي لیکلي.

ښاغلی خالقي وایي، د پېژندل شویو لویو شاعرانو شعرونه د زرنجو چلوونکي نه خوښوي او په وینا یې، دوی داسې شعرونه غواړي چې د دوی درد او تجربې بیان کړي:

"د زرنجو لپاره چې شعرونه لیکو دا ډول دی - مثلاً څوک وایي چې: له هر چا سره مې چې دوستي وکړه په خنجر یې ووهلم او په هر چا چې مین شوم هغه بل ته ور په برخه شوه! - ګورئ ډيری ځوانان مین وي. دوی بېوزله وي، د واده مصارف نشي پوره کولی. خپل درد په یو شکل بیانوي. یا یوه بل بیا ولیکل چې: که وشوه، وشوه! که ونه شوه، المان ته ځم! یعنې د کار لپاره!. دا ټول د خلکو درد بیانوي."

خو ښاغلی خالقي وایي په ورستیو کې د اطلاعاتو او کلتور ادارې ځینې محدودیتونه وضع کړي. پخوا به د ده په وینا هره ورځ څلور یا پنځه چلوونکي ورتلل چې یو څه ورته ولیکي خو اوس په میاشت کې هم څوک نه ورځي.

Image caption ډېری دا ډول شعرونه او نثرونه د زرنجو پر شا د هرات یوه خطاط علي رضا خالقي لیکلي.

د هرات د اطلاعاتو او کلتور ادارې مرستیال جاوید ضرغام وایي ځینو چلوونکو د زرنجو پر شا بې مانا او بدې خبرې لیکلې او په وینا یې باید مخه یې نیول شوې وای:

"موږ وغوښتل چی یو چوکاټ ورته جوړ کړو. هدف مو دا و چې د زرنجو پر شا یا باید هېڅ ونه لیکل شي او پوسترونه پکې نصب نشي او یا که لیکل کېږي باید داسې ښې خبرې ولیکل شي چې د هرات د خلکو له شان سره سمون ولري نه داسې مسایل چې نفرت وپاروي. "

په هرات کې د شته زرنجو دقیق شمېر نه دی مالوم، خو په ښار کې د شاوخوا لس سلنه زرنجو پر شا مذهبي، عشقي او یا طنزي مسایل لیکل شوي.

پاتې نور هم زړه او احساسات لري خو اقتصادي ستونزې بل لوی لامل دی چې دوی دې ته مجبوري چی خپل احساسات ورسره وساتي.

دوی دومره عواید نه لری چی خطاط او یا انځورګر ته یې ورکړي چې د خوښې مطالب او انځورونه یې پر زرنجو وکاږي.

Image caption سید اصغر چې دا جمله یې پر خپل زرنج لیکلې وایي: "بس مینه وه نو ما هم دا جمله ولیکله. دا خبره ما خطاط ته ورکړه او ده راته د زرنج پر شا ولیکله."