BBC
 شاته

د برتانیا په مانچستر کې چاودنې ۱۹ کسه وژلي

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د برتانیا په مانچستر کې چاودنه

د برتانیا د مانچستر په ښار کې د ماخوستن لس بجې او ۳۵ دقیقې یوه چاودنه وشوه چې ۱۹ کسه یې ووژل او تر ۵۰ ډېر نور یې ټپیان کړل.

دا چاودنه د امریکايي پاپ سندرغاړې اریانا ګراندې په کانسرت کې وشوه.

لومړۍ وزیرې تیریزا مۍ وویل د دې ټول فکر او پام پر هغو دی چې په دې پېښه کې زیانمن شوي دي.

اغلې مې وايي ''پولیس دا بدمرغه ترهګره پېښه ګڼي ''.

په سیمه کې په درملنې بوختو ځینو کسانو بي بي سي ته وویل ځینې ټپيان په داسې څه ژوبل شوي دي لکه ''تېرې څوکې '' چې لري.

د برتانیا په مانچستر کې چاودنې ۱۹ کسه وژلي

"د لندن بریدګر دوه کاله په عربستان کې اوسېدلی"

لندن برید: ۵ کسان وژل شوي ۴۰ ټپیان دي

پولیس وايي چاودنه د کانسرت په هال کې شوې ده.

د انځور حقوق PAUL ELLIS
Image caption په برتانیا کې اوس د جون د اتمې نېټې انتخاباتو لپاره لوی سیاسي ګوندونه انتخاباتي کمپاینونه کوي.

په برتانیا کې اوس د جون د اتمې نېټې انتخاباتو لپاره لوی سیاسي ګوندونه انتخاباتي کمپاینونه کوي.

د واکمن محافظه کاره ګوند مشرې او اوسنۍ لومړۍ وزیرې تیریزا مۍ خپلې انتخاباتي منډې ترړې ځنډولې دي او د حکومت د بېړنیو پېښو ځانګړې غونډه چې کوبرا میټینګ یې بولي، جوړوي چې پر دې پېښې خبرې وکړي.

د انځور حقوق DAVE THOMPSON
Image caption عیني شاهدانو ویلي، د چاودنې او کانسرت هال ته څېرمه یې امبولانسونه لیدلي

اغلې مۍ وویل: ''موږ په دې کار کوو چې د دې پېښې بشپړ جزییات ومومو. زموږ ټول پام اوس قربانیانو او د هغوی کورنیو ته دی ''.

د بي بي سي د برتانیايي چارو خبریال دانیل سندفورد وايي د ترهګرۍ ضد لوړپوړي افسران په لندن کې ټول شوي چې له کورنیو چارو وزارت سره د دې پېښې په تړاو کارونه همغږې کړي.

ناتایید شوي راپورونه له ځینو داسې سرچینو چې یادونه یې نه ده شوې وايي چې ګواکې دا پېښه کوم ځانمرګي برید کوونکي ترسره کړې ده.

تر دې دمه چا د دې پېښې پړه په غاړه نه ده اخیستې.

د انځور حقوق PETERBRYNE
Image caption له هال بهر د ځینو ځوانانو مور او پلار د دوی انتظار کاوه
د انځور حقوق PETER BYRNE
Image caption پولیسو د چاودنې ځای او هال ته څېرمه چاودېدونکي توکي شنډ کړي

څو میاشتې وړاندې په لندن کې د پارلمان ودانۍ ته نژدې یوه کس لومړی په خپل موټر پلي ولسي وګړي وځپل او ځینې یې ووژل او وروسته یې د پارلمان یو بې وسلې ساتونکی پولیس په چاړه وواژه.

هغه کس د وسله والو پولیسو له خوا په ډو ووژل شو ''او اسلامي دولت '' نومې ډلې دعوه وکړه چې ګواکې هغه کس د دوی و.

په ورته وخت کې، امریکايي رسنیو د دغه هېواد د ځینو امنیتي او استخباراتي چارواکو له خولې ویلي، د مانچسټر پېښه "ځانمرګی برید" و چې په تړاو یې یو مشکوک نیول شوی د پولیسو تر څارنې لاندې دی.

یوه عیني شاهد ویلي، کله چې پر ځمکه ولوېد، د چاودېدونکو توکو ټوټې یې ولیدې.

پولیسو له خلکو غوښتي د چاودنې ځای ته څېرمه ولاړ نه شي او اوس پولیس دا پېښه د "ترهګریز برید" په توګه ارزوي.

د "مانچسټر ارنا" پټ سری هال د شاوخوا ۱۸ تر ۲۰ زرو کسانو ظرفیت لري چې د موسیقۍ د کانسرټونو مشهور ځای دی.

چاودنه د دوشنبې شپې په ځايي وخت ۱۰:۳۵ بجې داسې مهال وشوه، چې د موسیقۍ کانسرټ پای ته رسېدلی و. رپوټونه وايي، د چاودنې پرمهال هال کې ډېری کسان ځوانان او نجونې وې.

د انځور حقوق PETERBYRNE
Image caption پولیسو منلې چې چاودنه له مخکې پلان شوې وه