شاته

په عقلي زوال د اخته بیمارانو په درملنه کې د موسیقي رول

د نویو څیړنو له مخې په عقلي زوال یا دمانس باندې اخته بیماران چې موسیقي اوري د معمول برعکس لږو درملو ته اړتیا لري.

د "موسیقي او حافظې" تر عنوان لاندې د موسیقۍ یو ځانگړی پروگرام په عقلي زوال باندې د اخته بیمارانو د پالنتونونو لپاره طرحه شوی دی چې کیدای شي دغه پروگرام د هغوی خلقي ستونزې په بشپړه توگه له منځه یوسي. خو د څیړونکو په اند د موسقۍ په اوریدو سره کیدای شي دغه بیماران د اضطراب ضد او د عقلي زوال د مخنیوي یو لړ نورو ضروري درملو ته لږه اړتیا ولري.

د امریکا د روډایلند د ایالت د پرافیدنس پوهنتون استاد کالي تامس، چې ددغې څیړنې مشري یې کوله د رویترز اژانس د یوې پوښتنې په ځواب کې لیکلي دي چې "د الزایمر او عقلي زوال په نتیجه کې کیدای شي انسان تندخویه شي او یا په سلوک کې یې نور تغییرات راشي... موسیقي مسکن یا لذت بخښونکی اثر لري چې کیدای شي د بیمارانو د سلوک د کنترول لپاره د درملو د ورکړې کچه راټیټه کړي".

په دې څیړنه کې پوهانو د ٩٨ پالنتونونو د ١٣ زره هغو بیمارانو د درملو د مصرفولو کچه څیړلې ده چې د "موسیقي او حافظې" تر عنوان لاندې پروگرام کې شامل وو او په عین اندازه د هغو بیمارانو د درملو مصرف چې په دې پروگرام کې یې گډون نه درلود. څیړونکو دا دواړه گروپونه سره د ٢٠١٢ نه تر ٢٠١٣ پورې په دوو کالو پرتله کړي وو.

په پروگرام کې د شاملو پالنځایونو د درملو مجموعي مصرف په شپږو میاشتو کې شاوخوا ١٨ فیصده او په یو کال کې څه دپاسه ٢٠ فیصده کم شوی و. خو د هغو پالنځایونو د درملو مصرف ثابت پاته و چې په دغه څیړنه کې شامل نه وو.

د بریتانیا د نوتنگهام د پوهنتون یوه لوړپوړې څیړونکې اوری مکدرموت، هم وایي چې په عقلي زوال باندې اخته بیمارانو ته د موسیقۍ گټه خورا مهمه گڼي. هغه وایي د علاقې وړ موسیقۍ غږونه او په موزیکاله فعالیتونو کې ونډه اخیستل په عقلي زوال باندې اخته بیمارانو ته یو ښه او مثبت فرصت دی.

آغلی مکدرموت وایي په عقلي زوال اخته بیمارانو ته په ډله ایزو او ټولنیزو فعالیتونو کې مشارکت خورا مهم گڼل کیږي، ځکه د هغې په وینا دغه ناروغان ورو ورو له ټولنې تښتي او غواړي منزوي ژوند وکړي، چې دا کار د هغوی د ناروغۍ د زیاتیدو او د خلقي ستونزو سبب کیږي.

میرمن مکدرموت وویل "په عقلي زوال باندې د اخته پوخ عمره بیمارانو جمعیت په ځانگړې توگه هغوی چې په پالنځایونو کې ساتل کیږي مخ په زیاتیدو دی ... دغه څیړنه ښیي چې د "موسیقي او حافظې" پروگرام کیدای شي د هغوی لپاره د درملنې یوه ښه طریقه وي".