د کوټې او بلوچستان نورو سیمو د ناامنیو لاملونو ته یوه کتنه
کوټه کې د پروني ځانمرګي بريد د وژل شويو کسانو شمېر تر ۷۰ کسانو اوښتی چې له ۴۰ ډېر يې قانوني وکيلان وو. د دې غميزې په اړه درې ورځنی رسمي وير هم اعلان شوی دی.
د پاکستاني طالبانو جماعت الاحرار نومې ډلې ویلي دا برید دوی کړی او د بوچستان مدافع وکيلانو ټولنې مشر بلال انور کاسی هم دوی وژلی دی.
چاودنه هغه مهال وشوه، چې ګڼ شمېر وکيلان د کوټې عمومي روغتون کې د خپلې ټولنې د مشر مړي لپاره غونډ شوي وو. ښاغلی کاسی هم د اګست پر اتمه له دې چاودنې مخکې د کوټې مرکزي محکمې ته پر لار دوو نامعلومو کسانو په ډزو وژلی و.
په کوټه کې په تېرو څو مياشتو کې د وژنو څو پېښې شوې دي. د بي بي سي داود اعظمي په کوټه او د بلوچستان په نورو سیمو کې د ناامنیو پر لاملونو راسره غږېدلی: