BBC
 شاته

پاکستان: خواله رسنیو کې پر پوځ نیوکه کوونکي نیول کېږي

پاکستان د انځور حقوق Reuters
Image caption د پاکستان د پلټنو فدرالي ادارې له شلو زیاتو هغو کسانو پوښتنې ګروېږنې پېل کړې دي چې پر خواله رسنیو به يې د دغه هیواد پر پوځ نیوکې کولې

پاکستان کې پر خواله رسنیو پر پوځ د نیوکو په تور له ۲۰ زیات کسانو پوښتنې ګروېږنې پېل شوي دي. د پاکستان د پلټنو فدرالي ادارې چارواکي وايي، د دغو کسانو د پوښتنو او وربللو امر ورته د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر چودري نثارعلي خان ورکړی دی.

پاکستان هغه هېواد دی، چې په کې تل پر پوځ نیوکه کوونکي له سختو ستونزو سره مخامخ کېږي. خو په دې وروستیو کې په دغه هیواد کې پر خواله رسنیو کلک څار پېل شوی دی.

پر پاکستان د 'وژنو او خښولو' تورونه

پاکستان کې سياسي کړکېچ

افغانستان پاکستان ته د ۸۵ 'ترهګرو' نوملړ ورکړی

که څه هم په دغو کسانو کې ډېری د اپوزیسیون پاکستان تحریک انصاف ګوند غړي دي خو ځينې نور بيا فعالان او ان خبریالان هم دي.

طاحا صدیقي د اسلام اباد یو ځايي خبریال دی، وايي، دی هم د یادې ادارې لخوا وربلل شوی و.

ښاغلي صدیقي له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، ده به تل د پوځ د اصلاح لپاره پر خواله رسنیو پر هغوی نیوکې کولې، خو د تېري پنجشنبې په ورځ د پلټنو د فدرالي ادارې لخوا ورته زنګ ورغلی او خپل دفتر ته يې د وربللو امر کړی و.

د انځور حقوق EPA
Image caption پاکستان هغه هېواد دی، چې په کې تل پر پوځ نیوکه کوونکي له سختو ستونزو سره مخامخ کېږي.

پاکستان چې په کې پر هر ګوند، هر سیاستوال او هرې ادارې نیوکې کېږي، خو پر پوځ يې نیوکو ته کله هم په ښه سترګه نه دي کتل شوي او هر هغه څوک چې پر پوځ لږ هم نیوکه کوي، د بهرني جاسوس یا غدار په نومونو نومول کېږي.

څو میاشتې وړاندې د دغه هېواد استخباراتو لږ تر لږه پنځه هغه فعالان تري تم کړي وو، چې په پاکستان کې پر خواله رسنیو يې تر ټولو زیات پر پوځ او استخباراتو نیوکې کولې.

دغه فعالان که څه هم بیا وروسته خوشي شول، خو له همغه راهیسې د دغه هېواد د استخباراتو لخوا پر خواله رسنیو څار زیات شوی دی.