شاته

هلمند کې یو پولیس خپل اته ملګري پولیس وژلي

د هلمند امنیه قومندان مل پاسوال اقانور کینتوز امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې د یکشنبې په ماښام په سنګین ولسوالۍ کې د لويې لارې د ساتنې د پوليسو په یوه پوسته کې دا پېښه شوې ده.

مل پاسوال اقانور کینتوز وویل چې په پېښه کې درې پوليس وژل شوي او درې نور ټپیان دي. هغه وویل چې د پیښې د نورو جزئیاتو د معلومولو لپارهتحقیقات پيل شوي.

خو په هلمند کې د ملي پوځ یوه لوړ پوړې منصبدار د نوم نه ښودلو په شرط امریکاغږ ته وويل چې د عبدالمالک په نوم د پوستې قومندان خپل ۸ همکار پوليس وژلي او د پوستې ټولي وسلې يې له ځان سره وسله والو طالبانو ته وړي دي.

سرچينې زیاته کړه چې تر پېښې وروسته د ملي پوځ سرتیري سیمې ته رسیدلي او اوس په دغه پوسته کې د ملي پوځ سرتیري ځای پر ځای شوي دي.

سنګین ولسوالۍ د هلمند د مرکز لښکرګاه په شمال ۱۲۰ کیلو میترۍ کې موقعیت لري، چې د ولسوالۍ مرکز له تیرو دریو میاشتو راهیسې د دولت د وسله والو مخالفینو تر کنټرول لاندې دی.

بلې خوا ته تېره شپه د زابل په شهرصفا ولسوالۍ کې په یوه هوايي برید کې څلور تنه وسله وال وژل شوي چې دوه تنه يې پاکستاني اتباع ښودل شوي.

د شهرصفا ولسوال عبدالصمد دراني امریکاغږ ته وويل چې د کابل – کندهار لويې لارې ته نږدې وسله والو د ماینونو د ځای پر ځای کیدو هڅه کوله چې تر هوايي برید لاندې راغلل.

ښاغلي درانيوویل " په وژل شویو کسانو کې دوه پاکستانيان دي چې د ماینونو ماهرین دي او دوه هم د سیمې وسله وال طالبان دي چي جسدونه يې د ولسوالۍ په کلنیک کې دې".

وسله والو طالبانو د هلمند او زابل د پېښو په اړه کومه تبصره نده کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي