شاته

تهران ټرمپ د "ترهگرو" په ملاتړ تورن کړ

ایران د امریکا پر متحده ایالاتو تور لگولی چې له ایران کرکه پالي خوخطرناک ترهگر پر وسلو سمبالوي.

ایران د دوشنبې په ورځ د امریکا متحده ایالات په منځني ختیځ کې پر "خطرناکو ترهگرو" باندې د وسلو پر خرڅولو او په سیمه کې د ایران نه د کرکې په خپرولو تورن کړل.

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس دونالد ټرمپ د سعودي عربستان پایتخت ریاض ته د سفر په ترڅ د سعودي د پاچا ملک سلمان سره د ١١٠ میلیارډو ډالرو په ارزښت د وسلو خرڅولو یوه معامله لاس لیک کړه.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند بهرام قاسمي، سعودي عربستان ته د ښاغلي ټرمپ د سفر نه یوه ورځ وروسته وویل چې د امریکا جمهور رئیس د ایران په هکله په بې بنسټه او تکراري ادعاو سره هڅه کوي چې "د ایران نه د ډار" تیوري ترویج کړي او د سمیې هیوادونه د امریکا نه وسلو پیریدلو ته وهڅوي.

د ایران د جمهور رئیس په توگه د حسن روحاني د دوهم ځلي ولسمشر کیدو یوه ورځ وروسته د یکشنبې په ورځ ښاغلي ټرمپ په ریاض کې د څه دپاسه پنځوس اسلامي هیوادونو مشرانو ته په ونیا کې ایران د فرقوي تاوتریخوالي او ترور په پراخولو تورن کړ. ښاغلي ټرمپ د اسلامي هیوادونو له مشرانو وغوښتل چې د ترهگرو او سخت دریځو پر وړاندې په یو واحد صف کې ودریږي.

سعودي عربستان او ایران په منځني ختیځ او سیمه کې د خپل نفوذ د پراخلو په خاطر سره په سختې سیالۍ بوخت دي او دواړه هیوادونه په سوریه، لبنان، عراق او یمن کې د مختلفو مخالفو سیاسي اړخونو او سیالو وسله والو گروپونو ملاتړ کوي.

د رویترز اژانس وایي د سعودي عربستان مقامات ایران په دې ملامتوي چې د هغو ډلو مالي او تسلیحاتي ملاتړ کوي چې د هغوی په وینا د سعودي عربستان سره دښمني لري، خو ایران دغه ډول تورونه تل رد کړي دي.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وایي متحده ایالات باید پر "ترهگرو" باندې د وسلو له خرڅولو نه ډډه وکړي او زیاتوي چې امریکا او متحدین یې باید پوه شي چې ایران یو "دموکرات، با ثباته او قوي" هیواد دی چې د هغه په وینا د "سولې، ښه گاونډیتوب او د سخت دریځۍ نه د پاکې نړۍ د جوړیدو" پلوي دی.