BBC
 شاته

منحل شوې امنیتي کمپنۍ، اوسنۍ عایداتي سرچینه

Image caption د عامه ساتنې معینیت دمګړۍ ۱۵ زره سرتېري لري

په افغانستان کې د عامه ساتنې معینیت چې له لسګونو یو ځای شویو خصوصي امنیتي کمپنیو جوړ شوی چې اوس د حکومت لپاره د عاید مهمه سرچینه ګرځېدلې ده.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، دغه معینیت اوسمهال نږدې ۱۵ زره ځواکونه لري، چې د دولتي او نادولتي شرکتونو او اکمالاتي موټرو امنیت ساتي. افغان حکومت له دې لارې لسګونه میلیونه افغانۍ ترلاسه کوي.

شاوخوا اوه کاله وړاندې دغه لسګونه خصوصي امنیتي کمپنۍ له دې امله منحل شوې چې په ناامنیو کې د لاس لرلو او د دغو کمپنیو د خپلسریو په اړه شکایتونه او اندېښنې را وټوکېدې.

پخواني ولسمشر د یوه فرمان پر بنسټ، لسګونه خصوصي امنیتي کمپنۍ منحل شوې.

* له امریکايانو پرته افغان ځواکونه د اورپکو پروړاندې جګړه کولای شي؟

* ناټو: تر ۲۰۲۰ افغان امنیتي ځواکونه تمویلوو

* افغان پوځ رد کړه چې موټر یې عراق کې دی

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ددې کمپنیو د کارکوونکو تنظیمولو لپاره د عامه ساتنې معینیت جوړ کړ چې له دې شرکتونو یې زرګونه میله وسلې راټولې او زرګونه کسان یې د عامه ساتنې معینیت په چوکاټ کې په دندو وګومارل.

Image caption د عامه ساتنې اداره دمګړۍ د ۱۴۹ دولتي او نادولتي بنستونو امنیت ساتي

د کورنیو چارو وزارت د عامه ساتنې معینیت سرپرست عبدالرزاق امیري وايي، دې اداري تېر کال یې شاوخوا پنځه میلیارده افغانۍ عاید ترلاسه کړی:

"زموږ اداره اوسمهال د ۱۴۹ ټولګټو دولتي او نادولتي بنسټونو امنیت ساتي. بل کار مو پر لویو لارو د اکمالاتي کاروانونو د امنیت نیونه ده. زموږ معینیت پر ځان بسیا امنیتي تصدي ده چې له خپلې اړتیا زیات عاید مو مالیې وزارت ته ځي."

د نوموړي په خبره، تر هغه وروسته چې ځواکونو یې روزنه لیدلې د تېر په پرتله یې د مرګ ژوبلې ګراف هم را ټیټ شوی دی.

له دغې ادارې سره ټولټال ۱۵ زره کسان په دندو بوخت دي.

د دغه معینیت یو سرتېری حیدر چې په کابل کې د یوه خصوصي بانک امنیت ساتي، بي‌بي‌سي ته وویل دنده یې ښه ده:

"ډېر خوشاله یم د هېواد ملي شتمنۍ مې ساتم."

Image caption "ډېر خوشاله یم د هېواد ملي شتمنۍ مې ساتم."

اداري فساد

زرګونه کسانو ته د کار پیدا کولو ترڅنګ د کورنیو چارو وزارت د عامه ساتنې معینیت کې د فساد خبره هم شته او د دې معینیت پخوانیو درې معاونانو په ګډون لسګونه کارکوونکي یې په فساد تورن دي.

د افغانستان د څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي وايي، تورن کسان ممنوع الخروج دي:

"د ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا کورنیو چارو وزارت ته حکم شوی چې دا کسان ممنوع الخروج شي. هغه څه چې څارنوالۍ پورې تړاو لري، موږ په رڼه او کره توګه خپل اجرات کړي دي."

افغانستان ته د نړیوالې ټولنې د راتګ په لومړیو کلونو کې لسګونو خصوصي امنیتي کمپنیو ته د فعالیت جوازونه ور کړل شول.

دې شرکتونو هغه وخت تر ډېره د بهرنیو ادارو د امنیت چارې پر مخ بیولې چې وروسته پرې په نا امنیو کې د لاس لرلو ترڅنګ ګڼ نور تورونه پورې شول.

هغه وخت د پخواني ولسمشر په امر شاوخوا پنځوس خصوصي امنیتي کمپنۍ لغوه شوې او د شاوخوا ۱۹ خصوصي امنیتي کمپنو د فعالیت موده وغځېده چې د نړیوالو ادارو او دیپلوماتیکو مرکزونو امنیت وساتي.