BBC
 شاته

ممبۍ انډینز د ای‌پي‌ایل اتلولي وګټله

.
Image caption د ممبیي انډینز لوپډلې د درېیم ځل لپاره د ای‌پي‌ایل سیالیو اتلولي وګټله

ممبیي انډینز لوبډلې د هندوستان د کریکټ د غوره لیګ په پایلوبه کې رایزینګ پوني سوپرجاینټ، لوبډلې ته په یوه منډه ماتې ور کړه او د دغو سیالیو اتلولي یې وګټله.

دا درېیم ځل دی چې د ممبیي انډینز لوبډله په پرلپسې ډول د ای‌پي‌ایل سیالیو اتلولي ګټي.

ممبیي انډینز د هندوستان د غوره لیک لومړۍ اتلولي په ۲۰۱۳ کال او دویمه یې بیا په ۲۰۱۵ کال تر لاسه کړې وه.

افغان کرېکټ لوبډله له شهزاد او حمید پرته ویسټ انډیز ته ځي

نبي او راشد: د هند ای پی اېل کې زموږ لوبېدل یوه ښه تجربه وه

د تېرې شپې په لوبه کې چې له خورا شور او ځوک ډکه وه، لومړۍ توپوهنه د رایزینګ پوني سوپرجاینټ لوبډلې وکړه چې په شلو اورونو کې یې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سیالې لوبډلې ته د ۱۲۹ منډو هدف ور کړ.

د رایزینگ سوپر جاینټ لوبډلې لپاره تر ټولو ډېرې منډې سمیت وکړې چې په ۴۴ بالونو یې ۵۱ منډې تر لاسه کړې. ریهاني هم د ۳۸ توپونه مخه وکړه چې ۴۴ منډې یې پرې جوړې کړې.

د ممبیي انډینز لوبډلې په ډېرې سختۍ وکولای شول د شلم اور په شپږم توپ یاد هدف پوره او د درېیم ځل لپاره د دغو سیالیو اتلولي وګټي.

د ممبيي اندينز لوبډلې لپاره پانډیا په ۳۸ توپونه ۴۷ مندې تر لاسه کړې او دویمې ډېرې مندې بیا شرما تر لاسه کړې.

نوموړي د ۲۴ توپونه مخه وکړه او ټولټال یې پرې یې ۲۴ منډې جوړې کړې.

د ۲۰۱۷ کال په ای‌پي‌ايل سیالیو کې د لوبډلو ځایځایګی
لوبډلې لوبې ګټلې بایللې مساوي پواینټونه NRR
ممبيي انډینز ۱۴ ۱۰ ۴ ۰ ۲۰ +۰٫۸۴
رایزینګ پوني سوپرجاینټ ۱۴ ۹ ۵ ۰ ۱۸ +۰٫۱۷۶
سنرایزرز حیدراباد ۱۴ ۸ ۵ ۰ ۱۷ +۰٫۵۹۹
کلکته نایټ رایډرز ۱۴ ۸ ۶ ۰ ۱۶ +۰٫۶۴۱
کینګز ۱۱ پنجاب ۱۴ ۷ ۷ ۰ ۱۴ ـ ۰٫۰۰۹
دیلي ډرېډیویلز ۱۴ ۶ ۸ ۰ ۱۲ ـ ۰٬۵۱۲
ګوجرات لاینز ۱۴ ۴ ۱۰ ۰ ۸ ـ۰٫۴۱۲
رویال چلینرز بنګلور ۱۴ ۳ ۱۰ ۰ ۷ ـ ۱٫۲۹۹

د هندوستان د کریکټ د غوره لیګ په سږنیو سیالیو کې ټولټال اته لوبډلې برخه والې وې چې ممبیي انډینز یې لومړی، رایزینګ پوني سوپرجاینټ یې دویم، سنرایزرز حیدراباد پکې درېیم او کلکته نایټ رایډرز لوبډلې پکې څلورم ځایونه خپل کړي دي.

د ۲۰۱۷ کال په ای‌پي‌ایل سیالیو کې د لومړي ځل لپاره دوه افغان لوبغاړو هم برخه اخیستې وه.

یاد افغان لوبغاړي سنرایزرز حیدراباد لوبډلې پېرلي و چې لوبډلې یې ددغو سیالیو پایلوبې ته لار ونه مونده.