BBC
 شاته

وسله والو غزني کې د نجونو ښوونځی په بمونو الوځولی

زده کوونکې د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption تراوسه د نجونو دغه ښوونځي وړاندې هم په غزني کې د نجونو ښوونځي لمنځه وړل شوي دي.

د افغانستان د جنوبي ولایت غزني د مرکز اړوند قره باغي سیمه کې د نجونو یو ښوونځي په بمونو الوځول شوی دی. په دغه پېښه کې چاته زیان نه دی رسېدلی.

د غزني د پوهنې رییس محمد عابد عابد بي بي سي ته وویل، ناپېژانده وسله والو تېره شپه ناوخته (جوزا/غبرګولي لومړۍ) د البیروني د نجونو لېسه په بمونو لمنځه یوړه.

هغه وویل، دا لومړی ځل دی چې غزني کې پر روزنیز مرکز دا ډول برید کېږي.

د ښاغلي عابد د معلوماتو له مخې، په دغه ښوونځي کې څه دپاسه ۱۲۰۰ نجونو زده کړې کولې او اوس له زده کړو پاتې شول.

د سیمې یوه اوسېدونکي شېراحمد (مستعار نوم) بي بي سي ته وویل، تېره شپه یوه بجه (جوزا/غبرګولي لومړۍ) چاودنې وشوې او سهار څرګنده شوه چې د نجونو ښوونځی ړنګ شوی دی.

تراوسه ددې پېښې مسوولیت هم چا یا کومې ډلې نه دی منلی.

ناپېژاندو کسانو احمد شاه بابا مېنه کې د نجونو ښوونځی سوځولی

وسله والو کسانو ننګرهار کې د نجونو ښوونځی سوځولی

' د کندوز ځینو سیمو کې د وسله والو له ګواښ وروسته نجونې له ښوونځي منع شوې'

اوسمهال د افغانستان په ډېرو لرې پرتو سیمو کې د مخالفینو د ګواښ له امله ډېر شمېر ښوونځي تړلي دي. افغانستان کې جګړه لامل شوې چې زرګونه زده کوونکي له زده کړو بې برخې شي.