BBC
 شاته

فېسبوک او ټوېټر 'د ځوانانو ذهن ته زیان رسوي'

ټولنیزې شبکې د انځور حقوق Getty Images
Image caption دا نظرپوښتنې وروسته له دې شوي چې یو شمېر سیاسي فعالانو او روغتیايي کارکوونکو اندېښنه څرګنده کړه چې ماشومان او ځوانان چې دغو شبکو کې جنسي مسلو پورې تړلې اړیکي نیسي، تر اغېز لاندې ځي.

د دوو روغتیايي سازمانونو په وینا، د ټولنیزو شبکو له پنځو، څلور یې د ځوانانو ذهن ته تاوان رسوي چې اینستاګرام پکې لومړی دی.

د ۱۵۰۰ کسانو نظرپوښتنه چې له ۱۴ تر ۲۴ کلونو عمر لري ښودلې چې اینستاګرام تر ټولو ډېر د ځوانانو فکري روغتیا ته زیان رسوي. د کارډین ورځپاڼې د رپوټ پر بنسټ د روغتیا ډلو دغه شبکه په دې تورنه کړې چې د ځوانانو احساسات زیانمنوي او تر نورو د کموالي احساس ورکوي.

د دغې نظرپوښتنې پایلې چې د جمعې په ورځ خپرې شوې ښيي چې سنپچت، فېسبوک او ټوېټر هم زیان رسوونکي دي. د پنځه واړو ترمنځ یوازې یوټیوب مثبت ارزول شوی او وايي چې پر ځوانانو ښه اغېز درلودلای شي.

په مرکو کې دا معلومه شوې چې پاتې څلور شبکې پر ماشومانو او ځوانانو داسې منفي اغېز پرېږدي چې د خپل بدن په اړه تشویش یې ډېروي، د همزولو ځورول ډېروي، بې خوبي ورته پیدا کوي او تشویش او اندېښنې یې هم ډېروي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د دغې نظرپوښتنې پایلې چې د جمعې په ورځ خپرې شوې ښيي چې سنپچت، فېسبوک او ټوېټر هم زیان رسوونکي دي.

مرکه شوو ځوانانو ویلي چې دغه شبکې دوی ته خپګان پیدا کوي او د یوازیتوب احساس کوي.

دا نظرپوښتنې وروسته له دې شوي چې یو شمېر سیاسي فعالانو او روغتیايي کارکوونکو اندېښنه څرګنده کړه چې ماشومان او ځوانان چې دغو شبکو کې جنسي مسلو پورې تړلې اړیکي نیسي، تر اغېز لاندې ځي.

د دوی په وینا ځوانان وروسته ځان خوږولو ته مخه کوي، پر انټرنټ ځورونې ته، ټولنیزو شبکو کې د لا ډېر پاتې کېدو او ان ځان وژلو احساس ورته پیدا کېږي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption اغلې کرېمر وايي، جالبه ده چې ینستاګرام او سنپچت تر ټولو ډېر مضر بلل شوي ځکه دا دواړو پر انځورونو څرخي

د عامه روغتیا د شاهي اکاډیمۍ اجراییه مشره شرلي کرېمر چې د ازموینې یوه ترسره کوونکې ده وايي، جالبه ده چې ینستاګرام او سنپچت تر ټولو ډېر مضر بلل شوي ځکه دا دواړو پر انځورونو څرخي او " کېدی شي داسې انځورونه وي چې ځوانانو ته د کمۍ او تشویش احساس ورکوي ."

اغلې کرېمر وغوښتل چې روغتیايي زیانونو ته یې په کتو، پر ټولنیزو شبکو دې فشار راوړل شي چې هغو ځوانو کاروونکو ته چې ډېر یې کاروي، د سکرین پرمخ پیغام ښکاره شي چې، تاسې له دغې شبکې ډېر کار اخیستی (بس کړئ).

همدارنګه د اغلې کرېمر په وینا، د هغو عکسونو په اړه چې په کمپیوټر کې ډیجیټلي اصلاح شوي وي، کاروونکو ته وویل شي چې دې عکس بدلون راغلی او د خپل اصل په شان نه دی.