BBC
 شاته

د ایران ولسمشریزو ټاکنو کې رایه اچونه د شپې ۱۰ بجو پورې وغځېده

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
په ایران کې خلک په ولسمشرۍ ټاکنو کې رایې اچوي. اوسنی منځلاری ولسمشر حسن روحاني له خپل محافظه کار سیال ابراهیم ریسي سره مخامخ دی.

ایران کې دولسمې دورې ولسمشریزو ټاکنو کې رایه اچونه لا روانه ده او خلک ټاکنیزو مرکزونو ته روان دي. دا یوازې ولسمشریزې نه بلکې د ښارونو او د کلیو د اسلامي شورا د ټاکنو پنځمه دوره هم ده.

د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه ای له خلکو وغوښتل چې ټاکنو کې برخه واخلي او هرڅومره ژر چې کولی شي خپله رایه صندوق کې واچوي.

د ایران مشرانو د ورځې په لومړنیو ساعتونو کې خپله رایه ورکړه.

د رای ورکونې موده د جمعې د ورځې د ماښام تر شپږو بجو ټاکل شوې وه، خو د معمول په ډول پر ټاکنو د څار مرکزي پلاوي دغه موده د شپې لسو بجو ته وغځوله.

د انځور حقوق Reuters

د رایو پر پاڼو ټول نومونه د نارینه نوماندانو دي. د اسلامي جمهوریت په نژدې څلور لسیزې تېر تاریخ کې، هېڅ یوې ښځې ته اجازه نه ده ورکړل شوې چې د ولسمشرۍ لپاره ځان ونوموي.

ایران له هېواده بهر هم خپلو وګړو ته د رایې ورکونې تر ۳۰۰ ډېر صندوقونه ايښي چې ۱۲ یې په برتانیا کې په شپږو سیمو کې ایښي دي.

د بي بي سي خبریال شهریار صیامي چې لندن کې د ایران سرکونسلګرۍ ته ورغلی وايي، دلته که له یوې خوا ګڼ خلک رایې اچونې ته راغلي له بلې خوا د ایران د دولت مخالفین راټول شوي او دولت ضد شعارونه ورکوي.

د صیامي په وینا ایرانیان په اوږدو کتارونو کې ولاړ دي او نژدې دوه ساعته نیسي چې رای ورکوونکي د رای ورکولو وار ورسېږي.

د ټاکنو دغه دوره د څلورو نوماندانو په ګډون ترسره کېږي: مصطفی آقا میرسلیم، حسن روحانی، ابراهیم رئیسي الساداتی او مصطفی هاشمی طبا.

ابراهیم رئیسی او حسن روحانی په دغو ټاکنو کې اصلي رقیبان دي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د رایو پر پاڼو ټول نومونه د نارینه نوماندانو دي. د اسلامي جمهوریت په نژدې څلور لسیزې تېر تاریخ کې، هېڅ یوې ښځې ته اجازه نه ده ورکړل شوې چې د ولسمشرۍ لپاره ځان ونوموي.

د حسن روحاني لومړی مرستیال اسحاق جهانگیری د ده په ګټه له ټاکنو ووت.

د ایران ولسمشرۍ ټاکنې داسې حال کې ترسره کېږي چې نوماندان هڅه کوي د ښځو رایه خپله کړي او د اقتصاد په برخه کې خپل پلانونه رغنده وښيي.

د انځور حقوق EPA

ایران کې د پراخې بې روزګارۍ او بېکارۍ له امله، ځینې نوماندان د خلکو د رایو راجلبولو په خاطر خلکو ته د کارونو پیداکولو او ځینې نور د نقدو پیسو ژمنې کړې دي.

د اوسني ولسمشر حسن روحاني تېر ته په کتو ښايي د دې ټاکنو ګټل ورته آسانه وي- خو بریالیتوب یې یقیني نه دی.

ښاغلي روحاني په ۲۰۱۵ کې د ایران د ناندره ییزه اټومي پروګرام پرسر نړیوالو ځواکونو سره یوه تاریخي روغه جوړه لاسلیک او د لوېدیځ سره یې یوه اوږده لانجه حل کړه.

نړیوال بندیزونه لیرې شول، خو ډېری ایرانیان وايي تراوسه یې په خپل ورځیني ژوند کې د اقتصادي ګټو ترلاسه کولو احساس نه دی کړی.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ایران کې عام خلک له بېکارۍ ډېر کړېږي نو ځکه د نوماندانو یو مهم شعار د وزګارۍ له مینځه وړل دی.

محافظه کاره نوماند ابراهیم رییسي چې د ښاغلي روحاني اصلي سیال بلل کېږي او ډېر پلویان لري، ژمنه کړې چې شپږ میلیونو بې روزګاره خلکو ته به کارونه پیدا کړي.

سره له دې چې ښځو ته د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د درېدو اجازه نشته، ښځې د رایه ورکونکو نژدې نیمايي برخه جوړوي، نو ځکه یې رایې مهمې دي او د ولسمشرۍ نوماندان معمولاً ډېره هڅه کوي چې د دوې رایې ترلاسه کړي.

د رای ورکونې د بهیر له پای ته رسېدو وروسته د رایو شمېرنه پیلېږي چې وبه ټاکي چې ایرانیانو څوک د ولسمشرۍ لپاره غوره ګڼلی دی؟