BBC
 شاته

د هند سفیر: یو شمېر هېوادونه هڅه کوي د کابل او ډیلي اړیکي خرابې کړي

دیلی
Image caption معمولاً چې د افغانستان په مساله کې د هندي چارواکو نظرونه اخیستل کېږي نو ګوزار به يې پخپل اصلي رقيب پاکستان وي.

په افغانستان کې د هند سفير وايي، یو شمېر هېوادونه هڅه کوي چې د کابل- ډيلي د سیاسي او اقتصادي اړيکو د پياوړتیا مخه ونیسي.

منپريت ووهرا له بي بي سي سره په ځانګړې مرکه کې ټينګار وکړ چې افغانستان د هند لپاره اقتصادي ارزښت لري او ډيلی هڅه کوي له دې لارې د منځنۍ اسیا او منځني ختيځ هېوادونو ته لار پرانيزي.

ښاغلی ووهرا وايي: "افغانستان زموږ او منځنۍ اسیا او منځني ختیځ ترمنځ د پل بڼه لري. د منځنۍ او جنوبي اسیا ترمنځ نورې پروژې هم شته چې افغانستان ترې ګټه اخیستی شي. بې له شکه چې د افغانستان پرمختګ کې زموږ ګټه هم نغښتې ده. "

معمولاً چې د افغانستان په مساله کې د هندي چارواکو نظرونه اخیستل کېږي نو ګوزار به يې پخپل اصلي رقيب پاکستان وي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption افغان ولسمشر محمد اشرف غني هند د افغانستان کلک اقتصادي همکار بولي.

په کابل کې د هند سفیر منپريت ووهرا که څه هم د پاکستان نوم یاد نه کړ خو ويې ویل چې د سيمې یو شمېر هېوادونه په ډېر شدت سره هڅه کوي د ډيلي او کابل تر منځ د اړيکو د پياوړتیا په لار کې خنډ شي.

-د هند پر قونسلګرۍ برید لشکر طیبه کړی-

هندي کمپنۍ د حاجیګک کان کنستنې کار پیلوي

کابل کې يوه هندۍ مېرمن تښتول شوې

خو ښاغلی ووهرا د افغانستان او هند ترمنځ اړیکي دومره " پیاوړې" وبللې چې د نورو په لاسوهنه " نه زیانمنې کېږي."

هند پاکستان ته د طالبانو په ګډون د ترهګرو ډلو د ملاتړي په سترګه ګوري. طالبانو څو ځله په افغانستان کې د هند پر ډيپلوماتيکو نمایندګیو او یو ځل يې د کابل په شهر نو کې د هندي ډاکترانو پر مېلمستون بريد کړی.

افغانستان ته د سړک جوړونې لپاره راغلي هندي انجينران تل د طالبانو له ګواښونو سره مخ ول.

د هند اقتصاد د ودې په حال کې دی او د انرژۍ لویو سرچينو ته اړتیا لري. هغه سرچينې چې د افغانستان تر پولو ها خوا په منځنۍ اسیا کې دي. په کابل کې د هند سفير هم وايي چې هېواد يې دغو سرچينو ته د رسېدو او خپلو توکو ته د بازار موندنې په تکل کې دی.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په ۲۰۱۶ کال کې د سویلي اسیا د اقتصادي همکاریو سازمان په اتلسمې غونډې کې د خپلې وینا پر مهال د هندي او پاکستاني مشرانو په مخکې وویل، افغانان به څوک پرې نږدي چې هېواد يې د نورو هېوادونو په منځ کې د نیابتي جګړې په مېدان بدل شي.

هرات کې د هندۍ موسسې مشر تښتول شوی

هند پاکستان مات کړ او پايلوبې ته ووت

په وروستیو کلونو کې د افغانستان او پاکستان تر منځ اړيکې له ډېرو لوړو ژورو سره مخ شوې. په وروستیو څو میاشتو کې د اسلام اباد او کابل اړیکې تاوتريخوالي ته ورسېدې، د دواړو هېوادونو تر منځ د پولو د تړلو او د پوله ساتو ځواکونو تر منځ د وسله والو نښتو لامل شوې.

د څارونکو په وینا هند ډېره هڅه کړې چې له دغو شرایطو او اختلافونو سیاسي ګټه پورته کړي او له افغان دولت سره د اقتصادي او مالي همکاریو لمن پراخه کړي.