شاته

وزیري: د اچین په عملیاتو کې سلګونه داعش جنګیالي وژل شوي

د افغانستان په ختیځ کې د داعش د ظهور په لومړنۍ سیمه اچین کې ددغې ډلې پر وړاندې د قهر سېلاب عملیاتو لړۍ د مامند تنګي په خوله کې روانه ده .

د مامند دره او پېخې خوړ دوه هغه سیمې دي،چې د داعش ډلې زور ور ټول شوی او له حکومتي ځواکونو سره په کلک مقاومت کې دي.

عملیات له تېرو دوو اونیو راهیسې پیل شوي،حکومت کابو پنځه کیلومتره مخکې تګ کړی، خو د سوکه تلو لامل یې په یوه خوړ د سېلاب راوتو له امله د لارې خرابي ګڼل کېږي.

حکومت وايي په ننګرهار کې اکثره جنګېدونکي داعش وسله وال پاکستاني دي

حکومت وايي په ننګرهار کې اکثره جنګېدونکي داعش وسله وال پاکستاني دي

په پاکو شویو سیمو کې نژدې ټول کورنه خالي او ځینې یې ان کنډواله شوي دي.

مونږ د شډل بازار ته ورسېدو هغه چې حکومتي ځواکونو په تازه عملیاتو کې نیولی دی.

دغه بازار هیڅ داسې نه ښکاري،چې ګوندې یو وخت دې پکې سلګونو کسانو پیر او پلور کوو.

بڼه یې بیخي بدل شوې، د اکثرو یې چتونه رالوېدلي،څه یې سوځېدلي او ځینې یې بیخي ړنګ شوي دي،په ټوله کې ددغې بازار وضعیت د یوې ترخې جګړې او تباهۍ ګواهي کوي.

د حکومت لخوا په نیول شویو سیمو کې نژدې ټول کورنه خالي دي،ځینو ته قلپونه پراته دي،خو ډېر یې داسې دي چې دروازې یې ړنګې شوي او د سیمه ییزو خلکو په باور داعش د د قرارګاوو او سنګرونو په توګه ګارولي دي.

ددې سیمې اکثره خلک وروسته له دوو کالو د خپلو مېنو لیدلو ته ورغلي.

دوی وايي که ټولې سیمې پاکې شي نو له سختۍ او کډوالۍ ژونده به خلاصی پیدا کړي.

سید پاچا د اچین ولسوالۍ اوسېدونکی دی، هغه وايي:"مونږ سره داعش ډېر ظلم کړی دی،که ټولې ساحې پاکې شي او مونږ ته موقع برابرې شي نو مونږ به بېرته خپلو کورنو ته لاړ شو".

ځايي خلک وايي حکومتي دې نیولې سیمې د راتلونکې لپاره وساتي کنه له عملیاتو وروسته بیا ځلې هم د وژنو لړۍ پیلېدلی شي.

په ختیځ زون کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو قوماندان ډګر جنرال محمد زمان وزیري هم د جګړې لومړۍ کرښې ته ورغلی، هغه وايي عملیات یې بریالي دي،خو ځايي خلک باید د خپلو دروازو قلپونه برسېره کړي.

د حکومت لخوا په نیول شویو سیمو کې نژدې ټول کورنه خالي دي

د حکومت لخوا په نیول شویو سیمو کې نژدې ټول کورنه خالي دي

هغه وايي: " نورې ټولې ساحې پاکې شوي دي، دمامند درې خولې ته رسېدلي یو او د پېخې خوړ پاتې دی، ډېر ژر به هغه هم پاک شي،خو خلک باید خپلو کورنو ته راشي".

نوموړی وايي په دغه کډو عملیاتو کې یې سلګونه داعش جنګیالي وژلي دي.

حکومت وايي په ننګرهار کې اکثره جنګېدونکي داعش وسله وال پاکستاني دي،خو د ازبکستان،چیچنیا او ځینو نورو هېوادونو اوسېدونکي هم دلته جګړې له راغلي دي.

په دغو عملیاتو کې د ناټو ځواکونو طیارو هم د افغان ځواکونو ملا ورتړلې.

د افغان ولسمشر په امر دغه داعش ضد عملیات په هممهال ډول،کوټ، نازیانو او هسکې مېنې ولسوالیو کې هم دوام لري،چې ډېرو سیمو یې داعش جنګیالي ویستل شوي دي.

د ننګرهار ولایتي ادارې ویلي چې له داعشه په پاکو شویو سیمو کې د بیا روغونې د ګڼو پروژو پلي کېدا یې په لومړیتوبونو کې ده دي.