د عکسونو البوم: په کن فیلمي فیسټیوال کې د ایشوریه رای ۱۵ کلن مزل
د نړۍ په خورا ښکلو مېرمنو کې شمېرل شوې ایشوریه رای بچن پر ۲۰۰۲ کال په کن فېلمي فیسټوال کې د خپل فېلم دیو داس د مشهورولو لپاره تللې وه.
پر ۲۰۰۳ کال ایشوریه اول ځل د دغه فیسټوال په جیوري کې شامله شوه.
پر ۲۰۰۴کال ایشوریه رای د ښکلا یو نوی انداز، په دغه جامه کې ډېره ښکلې ښکاري.
پر ۲۰۰۵ کال ایشوریه رای د کن فېلمي فیسټویال پر سره ټغر سپین کمیس کې روانه ده.
پر ۲۰۰۶ کال هم ایشوریه رای په دغه تور لباس سره ځانګړی موډ درلود او ډېره وستایل شوه.
پر ۲۰۰۷ کال له ابیشک بچن سره تر واده وروسته ایشویه رای له هغه سره په ګډه اول ځل دغه فیسټوال کې ګډون وکړ.
پر ۲۰۰۸ کال ایشوریه له خپلې کورنۍ سره په کن هنري مېله کې ګډون وکړ. هغه دلته له خپل خاوند او خوسر سره یو ځای لیدل کېږي.
پر ۲۰۰۹ کال هم بیا له خپل خاوند ابیشک سره په کن کې لیدل کېږي.
پر ۲۰۱۰ کال هم ایشوریه رای د تور رنګه جامو په اغوستلو سره د فېلم روان مشهورولو هڅه وکړه.
پر ۲۰۱۱ کال په کن فیسټیوال کې د ایشوریه رای دا خبره د رسنیو سر ټکی شوه، چې اول ځل میندواره شوې ده.
پر ۲۰۱۲ کال ایشوریه د خپلې لور ارادیا له زیږون وروسته کن ته لاړ. هغه وخت یې وزن ډېر شوی و.
پر ۲۰۱۳ کال هم چې ایشوریه رای له خپل ځانګړي لباس سره کن ته لاړه. چاغښت یې ښکارېده.
پر ۲۰۱۴ کال چې ایشوریه رای کن کې ښکاره شوه، نو د مور جوړېدلو اثار یې اوس نه ښکارېدل.
پر ۲۰۱۵ کال ایشوریه په ډېر ښکلي کمیس کې پر سره غالۍ ښکاري.
پر ۲۰۱۶ کال د ایشوریه رای له کمیس د هغې د شونډو رنګ ته ډېر پام ور اوښت او خواله رسنیو کې ډېرو ګوته ورته ونیوله.
پر ۲۰۱۷ کال یا سږ کال د مۍ پر ۱۹ او ۲۰ هم ایشوریه رای په کن فیسټوال کې ګډون کړی او د تېر په څېر خپل ځانګړی انداز لري.