BBC
 شاته

"پاکستان د بوديجې له ناوړه کسر سره مخ دی"

ډان:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption پاکستان کې له یو بانک د پیسو اخیستلو شیبې.

پاکستانۍ ورځپاڼې ډان خپله سرمقاله په دغه هېواد کې بودیجوي کسر ته ځانګړې کړې او زیاتوي چې د بهرنیو اسعارو په برخه کې پاکستان له ناوړه کسر سره مخامخ ده .

د ورځپاڼې د رپوټ له مخې، د روان مالي کال په لسو میاشتو کې د دغه کسر اندازه اوه اعشاریه دوه ملیارده ډالرو ته رسېدلې او دا د تیر کال د همدې مودې په پرتله څه باندې درې چنده زیاتوالی ښيي.

ایکسپریس ټریبیون

بلې پاکستانۍ ورځپاڼې ایکسپریس ټریبیون د دغه هېواد د پوځ د مشر هغه څرګندونې را اخیستې چې ویلي دي پاکستاني ځوانان په ټولنه کې د بې عدالتۍ او کمزورې حکومتولۍ له امله د ترهګرو ډلو له خوا ناوړه کارېږي.

همدې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې په سعودي عربستان کې د پاکستان د لومړي وزیر نواز شریف او د امریکا د ولسمشر ډونلډ ترمپ تر منځ د احتمالي کتنې په اړه لیکلي چې د پاکستان حکومت باید د ښاغلي ټرمپ د هغې وینا له مخې امریکا سره د اړیکو جوړولو هڅه وکړي چې د پاکستاني چارواکو د وینا له مخې یې ویلي و له پاکستان سره ټینګ اړیکي غواړي او له تقابل ځان لرې ساتي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د امریکا ولسمشر هم د سعودي عربستان غونډې ته ور روان دی.

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي چې په دې وروستیو کې د امریکا او سعودي عربستان ترمنځ د ۱۱۰ ملیارده ډالرو په ارزښت د وسلې یوه معامله د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د زوم جرت کوشنر په مستقیم دخالت د ترسره کولو هڅې شوې.

ورځپاڼه لیکي د روانې مۍ میاشتې په لومړۍ نیټه د سعودي عربستان یو لوړ پوړی پلاوی سپینې ماڼۍ ته تللی او جرت کوشنر یوې خونې ته ګوښه کړ او په لنډ توګه یې ورته وویل را ځئ چې دا معامله همدا نن بشپړه کړو.

ورځپاڼه زیاتوي د امریکا حکومت هڅه کوي دغه معامله سعودي عربستان ته د ډونلډ ټرمپ له سفر وړاندې بشپړه شي.

دواړه لوري په دغه ناسته کې پر سعودي عربستان د الوتکو، بیړیو او د رهبري شویو بمونو د پلورلو په اړه خبرې وکړې.

د ورځپاڼې د راپور له مخې د خبرو پرمهال وروسته یوه بل امریکايي چارواکي سعودي عربستان ته د یوه پرمختللي رادار د ورکولو خبره راپورته کړه چې بالستي توغندي شنډولی شي. بیا څو امریکايي چارواکو وویل ښايي د دغه سیستم د بیې لوړوالی یوه ستونزه وي، خو وايي ښاغلي کوشنر ټلیفون را واخیست او د دغه سیستم جوړوونکې کمپنۍ مشرې سره یې ټلیفوني تماس ونیوه چې د دغه سیستم بیه راکمه کړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ناټو سرمنشي ین ستولتنبرګ

واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه په یوه راپور کې وايي چې د ناټو غړو هېوادونو سوریې او عراق ته له اسلامي دولت نومې ډلې سره د جګړې لپاره د ځواکونو د استولو امکان رد کړ.

ورځپاڼې د ناټو د عمومي منشي ین ستولتنبرګ هغه خبره را اخستې چې ویلي یې دي چې په دې اړه هیڅ د پوښتنې ځای نشته چې ناټو به د دغې سیمې په جګړه ییز ماموریت کې د برخې اخستو لپاره خپل سرتیري واستوي.