BBC
 شاته

د شاه امان الله غازي د څو ورځو استوګنځی وژغورل شو

د انځور حقوق .
Image caption د افغانستان بیا خپلواکۍ اخیستونکی او پرمختیا پال واکمن شاه امان الله غازي.

که د داسې ودانۍ سره مخامخ شوئ چې ښایست پکی نه وینئ، ډیره زړه هم نه وي، ستاسو د ښار او هېواد د اصیلې معمارۍ سره هم انډول ونه لري، او احساس کړئ چې د ښار ښکلا ته یې زیان اړولی، څه ور سره کوئ؟ غواړئ چې ړنګه شي؟

معمولا هغه ودانۍ زړې او لرغونې بلل کیږي او د ړنګولو مخنیوی یې کېږي چې لږ تر لږه سل کاله عمر او هنري ښکلا او ارزښت ولري، خو داسې ښکاري چې د مهمو او د ساتلو وړ ودانۍ نورې ځانګړتیاوې هم لري.

* د هرات زړې ودانۍ ویجاړول؛ ګټه که تاوان

* هرات د ۷۰۰ تاریخي اثارو کور، خو درې لارښوونکي لري

د هرات په نوي ښار کې د سړکونو د پلنولو پروژه تېر کال پيل شوه او پر بنسټ یې د هرات په زړه کې ډېرې ودانۍ چې تاریخي ارزښت یې نه درلود ړنګې شوې او پر ځای یې نوي مارکیټونه او دوکانونه جوړ شول.

یوازې یوه وداني پاتې شوه او اوس د هرات د نوي پلن شوي مرکزي سړک په غاړه د شاوخوا ودانیو سره یې توپير له لرې څرګند دی.

د ښاروالۍ له خوا د سړکونو د پلنولو وروسته نوې ښکلې ودانۍ د دې سړک په دواړو غاړو جوړې شوې چې له دې زړې ودانۍ سره هیڅ تناسب نه لري.

د لوېدیزې معمارۍ په بڼه وداني

ر
Image caption شاه امان الله غازي د ایران له لارې له اروپا تر را ستنېدلو وروسته څو ورځې په دغه ودانۍ کې دمه وکړه.

د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست له مرستیال جاوید ضرغام مې وپوښتل چې ولې د هرات د کرنې ریاست پخوانۍ وداني چې د هرات معمارۍ ته ورتوالی نه لري او چندان زړه او ښکلې هم نه ښکاري وساتل شوه؟

ښاغلی ضرغام وایی: دا وداني د شاه امان الله نه مخکې، او مخکې تر دې چې د هرات نوی ښار جوړ شي، جوړه شوې وه.

* هرات ته د بهرنیو ګرځندویانو ورماتولو هڅې

* هرات کې د کاشۍ یوازېنۍ ۸۰۰ کلنه کارخانه له کاره لوېږي

د نوموړي په خبره، دا وداني د هرات لرغونې او اصیلې معمارۍ ته ورته نه ده خو دا د هرات هغه لومړنۍ وداني ده چې د ختیځ معمارۍ د ساختماني توکو په کارولو سره د لویدیزې معمارۍ په بڼه جوړه شوې:

"ځکه په ساتلو ارزي، چې دا په هرات کې د لویدیزې معمارۍ په شکل جوړ شوی یوازنی تعمیر دی! "

د څو ورځو مېلمه پاچا

Image caption د هرات د اطلاعاتو او کلتور مرستیال جاوېد ضرغام

د هرات د کرنې ریاست دا پخوانی تعمیر سره له دې چې یو وخت د نایب الحکومه عبدالرحیم نایب سالار هستوګنځی او دفتر هم و، شاه امان الله هم پکې څو شپې او ورځې تېرې کړې دي.

ښاغلی ضرغام وایی: "په ځینو کتابونو کې لیکل شوې خاطرې ښیي چې شاه امان الله هغه مهال چې د اروپا له سفره راستنیږي او د ایران له لارې هرات ته راځي چې بیا پلازمینه کابل ته ولاړ شي، دوه یا درې ورځې په هرات کې پاتې کېږي. دا څو ورځې شاه امان الله په همدې ودانۍ کې تېروي. دا هغه مهال د نایب الحکومت یا د ولایت د مقام دفتر و"

په دې ورستیو کې د هرات په زاړه ښار کې د نویو ودانیو د جوړولو پر سر ناندرۍ راپورته شوې. ځينې کلتوري چارواکي وایي، چې د نویو ودانیو په جوړیدو سره د ښار د پخوانۍ معمارۍ اصلي جوړښت سخت زیانمن شوی.

داسې ښکاري چې د لرغونو ودانیو د تاریخي ارزښت په تړاو ټول سره یوه خوله نه دي. ښایي د مهمو او د ساتلو وړ ودانیو د تعریف او معیارونو په تړاو بیا کتنه وشي.

Image caption د هرات نوی ښار پراخ شوی او سړکونه یې پلن شوي. نوې ودانۍ یې په دواړو غاړو جوړې شوې دي.