BBC
 شاته

په ننګرهار کې ۵ محلي پولیس وژل شوي

د انځور حقوق .
Image caption د افغان ځواکونو خپلمنځي بریدونو چارواکي هم اندېښمن کړي دي.

د افغانستان ختیځ کې د ننګرهار ولایت ځايي چارواکي وايي، یوه محلي پولیس خپل پنځه همکاران وژلي دي.

دوالي ویاند عطاالله خوګیاڼي له بي بي سي سره په خبروکې وویل، چې دغه پولیس اول خپل همکاران بې هوشه کړي او وروسته یې وژلي دي.

د هغه په خبره، دا پېښه تېره شپه په غني خېل ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

نوموړي دا هم وویل، تراوسه څرګنده نه ده چې دا سرتېری کومې خواته تللی دی.

خو ځینې کورنۍ رسنۍ وايي، تورن سرتېري په خپله ګزمه خپل همکاران وژلي دي.

* زابل کې دوو پوليسو خپل اته محلي پوليس ووژل

* د محلي پولیسو پر موضوع د ازادې جرګې بحث

د افغان ځواکونو خپلمنځي بریدونه له ۲۰۱۲ کال راهیسې زیات شوي او افغان چارواکي یې اندېښمن کړي دي.

دا ډول بریدونه پر نړیوالو ځواکونو هم کېږي او د افغان سرتېرو له یونیفومر په کار اخیستلو سره یو شمېر بهرني پوځیان وژل کېږي.

دا بریدونه "شین د ابي پر ضد" پېژندل کېږي، ځکه د طالبانو نفوذي کسان د افغان پوځ په جامه کې ورته بریدونه کوي.

شین رنګ د افغان پوځ خولیو او ابي رنګ د بهرنیو ځواکونو خولیو ته اشاره ده.

د دې بریدونو په زیاتېدلو سره افغان حکومت په امنیتي ځواکونو کې د وسلوالو د مخنیوي لپاره سخت امنیتي تدابیر په پام کې ونیول.