BBC
 شاته

د چین الوتکو په سمندرګي کې د امریکايي الوتکو مخنیوی وکړ

د انځور حقوق AFP
Image caption امریکا وایي الوتکه یې دوو چینایي الوتکو سره مخ شوې ده.

د امریکا پوځ وایي، د چین دووسوخوی اېس - ۳۰ جېټ الوتکو د یوې امریکایي الوتکې د مخنیوی عملیاتو کې برخه لرله.

د سي اېن اېن تلوېزون د رپوټ له مخې، امریکایي چارواکي وايي، د چین یوه جېټ الوتکه د امریکا ډبلیو سي- ۱۳۵ الوتکې ته ۴۵ متره نږدې ورغله او د هغې خوا ته یې الوت وکړ.

امریکا وایي، چې الوتکه یې د ختیز(شرقي) چین سمندرګي په نړیوالو اوبو کې راډیو اکټیف مواد پلټل.

د چین له سمندرغاړې بهر له نړیوالو اوبو سره نږدط د امریکا د فعالیت له امله تاوتریخوالی ډېر شوی دی.

* چين او لانجمن ټاپوګان

* چين د نويو ټاپوګانو جوړولو په لټه

* په لانجمنو ټاپوګانو کې هوايي ډګرونه څه وايي؟

د امریکا د هوایي ځواکونو ویاند لوري هاجز وایي: "د مارچ پر ۱۷ د چهارشنبې په ورځ دا پېښه شوې ده او لا مل یې هم د چینایي پیلوټ مانورې او د دواړو الوتکو چټکتیا اونږدېوالی نامسلکي کار و".

د ښاغلی هاجز په وینا مناسبو ډیپلوماټیکو او پوځي چینلونو له چین سره پر دغه مسله خبرې کړې او پوځي پلټنې روانې د ي.

چین تراوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي، خوا مریکا په خپلو اوبو کې پر څارونکو الوتنو تورنوي.

چین په ځلونو له واشنګټن غوښتي چې په دغه سیمه کې له ګرځېدلو ډډه وکړي.

چین په جنوبي او ختیز چین سمندرګي کې پر نږدې ټوله سیمه د حاکمیت دعوه لري، خو څو نور هېوادونه هم پر دغه سیمه د حاکمیت ادعا کوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption چین په نږدې ټول جنوبي او ختیز چین سمندرګیو د ملکیت دعوه لري.

د امریکا څارګرو الوتکو پخوا هم په دغه سیمه کې د شمالی کوریا د ممکنه اټومي ازموینو په هکله د اسنادو موندلو لپاره الوت کړی دی.

له کلونو راهیسې امریکا، چین او د جنوب ختیزې اسیا څو نور هېوادونه په ختیز چین سمندرګی کې د یو بل د فعالیتونو په هکله اختلاف او ناندرۍ لري.

د روان کال په فرورۍ کې یوه الوتک لېږدوونکې بېړۍ د "جنوبی چین سمندرګي کې دودیز عملیات" په نوم دغې سیمې ته لاړه. څو جنګي بېړیو د دغې الوتک وړونکې بدرګه کوله.

د چین له خبرداریو سره سره دا الوتک وړونکې بېړۍ سیمې ته ولېږل شوه.

د ۲۰۱۶ کال په مۍ میاشت کې هم د چین دوو الوتکو په جنوبي چین سمندرګي کې د امریکا د پوځي الوتکې په مقابل کې ورته مخنیونکي عملیات وکړل.

پر ۲۰۰۱ کال هم په هاینان ټاپو کې د چین یوې جیټ الوتکې او د امریکا څارګرې الوتکې په خپلو کې ټکر وکړ. په دې پېښه کې چینايي پیلوټ ووژل شو.