شاته

رحیم الله یوسفزی: کیدی شي پاکستان د شکیل افریدي د خوشي کولو لوړه بیه وغواړي

د وال سټریټ ژورنال وايي چې د ولسمشر ټرمپ حکومت د پاکستان سره د هغه پاکستاني ډاکټر (شکیل افریدي) د خوشې کیدو لپاره خبري شروع کړیدي چې د اسامه بن لادن په درک لگولو کې یې د امریکا سره مرسته کړي وه.

په پیښور کې مشهور خبریال او د سیاسي چارو کارپوه رحیم الله یوسفزی وایي چې د شکیل افریدي دوسیه ډیره لانجمنه ده او کیدی شي د هغه د خوشي کولو لپاره پاکستان د امریکا نه لوې قیمت وغواړي.

زمونږ همکارې نزرانې یوسفزۍ د رحیم الله یوسفزی سره مرکه کړیده چې تاسو ته یې په لاندي لنک اوریدی شئ.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار یوسفزۍ د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ آشنا راډیو سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.
    https://twitter.com/NazranaYusufzai