BBC
 شاته

د کوټې یاران بې یارانو شوو

Image copyright EPA

ما د یوه خبریال په حیث په کوټه کې شاوخوا اته کاله کار وکړ او په دغه موده کې مې هلته ډېری خبریالان ملګري په بمي چاودنو او هدفي وژنو کې له لاسه ورکړل او پرون د وژل شویو ملګرو په نوملړ کې څه نومونه نور زیات شوو.

هسې خو که پرونۍ خونړۍ پېښې ته وګورو، ویلی شم، چې د کوټې یاران بې یارانو شوو، کوټه بې ځوانانو شوه، نه یوازې بې ځوانانو، بلکې بې ښکلو ځوانانو شوه، خو له پرونه په دې فکر کې ډوب یم، چې څوک څوک یاد کړم؟

ایا بازمحمد کاکړ یاد کړم، چې ویل به يې ''ژوند مې د بې وزلو لپاره دی''.

غني جان آغا یاد کړم، هغه چې د کبیربلډينګ او سید هوټل د مجلسونو په شمول ورباندې د کوټې د ځوانانو هر مجلس ښکلی و او دغه انسان به د مجلس ځوانان تل په خپلو ټوکو خوشاله ساتل.

د شهزاد خان په نامه کامېره چلوونکی یاد کړم، هغه چې زموږ د خبریالانو په احتجاجونو کې به يې تر ټولو په لوړ ژغ شعارونه ورکول او تر ټولو به مخکې و او که د محمود همدرد په نامه هغه تنکی ځوان کامېره چلوونکی یاد کړم چې ما ورباندې د 'خوش اخلاق' نوم ايښی و.

دغه ځوان چې څه و، خپله و. همدرد مې ځکه هم تل په زړه وي، چې ډېرې ښې خاطرې يې راپاتې دي او د چایو ډېرې پيالې يې را ډکې کړې دي.

دغه ځوان ما شاوخوا شپږ کاله وړاندې په لومړي ځل ولید. هغه وخت د په همدې ډان ټیلویزیون کې د یوه ساتونکي په حیث کار کاوه. ماته یاد دي چې له ما يې لومړۍ پوښتنه دا وه، ''زه انګلیسي ژبه څه ډول زده کولای شم'' او بیا يې په همدې دفتر کې د انګلیسي ژبې لیک لوست زده کول پېل کړل.

همدا او دده ښه اخلاق بیا د ډان ټيلویزیون د بلوچستان څانګې مشر سیدعلي شاه ده ته د وډيو ايډيټر په حیث کار ورکړ او بیا يې لږ نور پرمختګ وکړ او دوه کاله وړاندې يې د کامېره چلوونکي په هیث کار پېل کړ.

۲۵ کلن محمود همدرد لا ماشوم و، چې پلار يې له دې فاني نړۍ سترګې پټي کړې او بیا دغه یتیم ماشوم په ډېرې بې وزلۍ کې تردغه ځایه ځان را ورساوه. اوس به يې ویل:

''په خبریالۍ کې لوړې زده کړې کوم او بیا به له همدې ډان ټیلویزیون سره د یوه خبریال په حیث کار پېلوم'' لاکن!!!