نیویارک: ګاډی پر پلي روانو خلکو ورغلی، یو کس وژل شوی
د امریکا متحدو ایالتونو نیویارک ښار په ټایمز سکوایر سیمه کې یو ګاډی پر پلي روان خلکو ورغلی، چې پایله کې یې یو کس وژل شوی او ۱۲ نور ټپیان دي.
د نیویارک پولیسو په وینا د ګاډي چلوونکی نیول شوی دی. پولیس وايي، چلوونکي پر ګاډي کنټرول له لاسه ورکړی و او وايي ګومان کېږي، چې دا یوه ترافیکي پېښه ده.
د امریکا نیو جرسي کې اور ګاډی له تم ځای سره ټکر شوی
هند: لارۍ پر احتجاج کوونکو ورغلې، ۲۰ کسان وژل شوي دي
د یو شمېر ځايي رسنیو رپوټونو کې ویل شوي دي، چې پولیس دا د 'ترهګرۍ ' پېښه نه بولي.
خو د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې د یوه عیني شاهد له قوله ویل شوي، چې چلوونکي ګاډی د نورو روانو ګاډو پر مخالف لوري روان کړی او پر خلکو ورغی. ټایمز سکوایر هغه سیمه ده، چې معمولاً په کې د ښاریانو او سیلانیانو ګڼه ګوڼه وي.