افغانستان د انټرنېټي خوندیتوب قانون جوړوي
د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت وایي، د انټرنېټي امنیت په برخه کې نوی قانون جوړوي.
د دې قانون له مخې، هغه کسان چې پر انټرنېټي غلا یا هکنګ، د محرمو معلوماتو په پټولو او یا په ټولنیزو شبکو کې په شخصیت وژنې یا د خلکو په ځورونې تورن وي، محاکمه کېږي او سزا به ورکول کېږي.
د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت سرپرست سید احمد شاه سادات له بي بي سي سره په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي، دا مهال په افغانستان کې د انټرنېټي خوندیتوب په برخه کې کوم ځانکړی قانون نه شته.
افغانستان کې د انټرنېټ بیه درې برابره راټيټه شوې ده
په افغانستان کې د انټرنېټ فیلټر پیل شو
له همدې کبله هغه کسان چې په پورته یادو شویو جرمونو لاس پورې کوي، محاکمه کېدلی نه شي. نوموړي وویل، دغه قانون چمتو دی او اوس د عدلیې وزارت ته استول شوی.
د عدلیې وزارت به له خپلو ارزونو وروسته یاد قانون د تصویب لپاره د افغانستان ولسي جرګې ته وراستوي.
ښاغلي سادات زیاته کړه، افغانستان له هغه انټرنېټي بریده تر ډېره خوندي پاتې شوی چې تېره اوونۍ یې د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې دولتي او نا دولتي ادارې په نښه کړې.
د نوموړي په وینا، په افغانستان کې برېښنایي حکومتولۍ لا هومره وده نه ده کړې چې د انټرنیټي بریدونو له کبله دې ډېر زیان ور واوړي.
ښاغلي سادات د خپلو کاري لومړيتوبونو په اړه وویل، دا مهال د مخابراتو او معالوماتي تکنالوژۍ وزارت دریو برخو ته ډېر پام کوي، لومړی دا چې وزارت غواړي د افغانستان هرې برخې ته مخابراتي اسانتیاوې ور ورسوي، د مخابراتي اسانتیاو بیې راکمول دویمه مهمه موضوع ده، تر څو هر افغان وکړای شي ترې ګټه پورته کړي او دریم لومړیتوب دا دی چې د انټرنیټي مالوماتو یا 'ډاټا ' د خوندي ساتلو لپاره اړین ګامونه پورته کړي.
سرپرست وزیر زیاته کړه، دا مهال افغان دولت د انټرنیټي امنیت په برخه کې پر ظرفیت جوړونه بوخت دی او هڅه کوي هغه افغانان چې له هېواده بهر مېشت دي او د مخابراتو او تکنالوژۍ په برخه کې یې لوړې زده کړي، هېواد ته ور وغواړي او په دندو یې وګوماري.