BBC
 شاته

ترکیې کې د تېرې میاشتې ناکامې کودتا په تړاو ۱۰ بهرنیان نیول شوي

Image copyright AFP

ترکي کې چارواکي وايي د تېرې میاشتې ناکامې کودتا په تړاو یې ۱۰ بهرنيان نیولي دي. د لومړي د مرستیال نعمان کورتلموس په خبره له دغو کسانو نه د دوی او فتح الله ګولن تر منځ د تړاو په اړه پوښتنې، ګروېږنې شوې دي.

د ترکیې حکومت د ناکامي کودتا د پلانونو تور پر امریکا مېشت فتح الله ګولن پورې کوي. د نیول شويو کسانو د هویت په اړه تر اوسه څه نه دي ویل شوي. د چارواکو په وینا د ناکامې کودتا وروسته لا هم د نهو جنرالانو په ګډون دوه سوه پوځیان فراري دي.

د ترکیې ځانګړو ځواکونو ددې هېواد د پوځ ۱۱ سرتېري په دې شک نیولي چې د جولای ۱۵مې ناکامې کودتا پرمهال د ولسمشر رجب طیب اردوغان د نیولو دنده ورسپارل شوې وه.

د راپورونو له مخې، دا سرتېري تر دوه اونۍ تعقیب وروسته، په مرمره کې نیول شوي.

ښاغلي اردوغان د کودتا پرمهال مرمره کې خپلو رخصتیو کې تفرېح لپاره تللی و چې په راپورونو کې ویل شوي دغو سرتېرو پر هغه د برید او د هغه د نیولو نیت یې درلود.

ویل کېږي ښاغلی اردوغان پر دې هوټل د برید اطلاعاتو ترلاسه کولو سره له سیمې ځان وایست.

د دغې کودتا هڅې په تړاو لسګونه زره کسان نیول شوي، له دندو ګوښه شوي او یا یې هم دندې ځنډول شوې دي.

ښاغلي اردوغان ددې کودتا پړه پر خپل پخواني ملګري او اوسني منتقد او رقیب فتح الله ګولن وراچولې چې اوسمهال به امریکا کې په تبعید کې ژوند کوي. ترکیې له امریکا د هغه د بېرته ستنولو غوښتنه کړې.

خو ښاغلي ګولن دا ادعا رد کړې. د ترکیې دغه مذهبي څېره له کلونو راهیسې د امریکا په پنسلوانیا کې اوسېږي.