BBC
 شاته

د اولمپيک سياليو دوهمه ورځ: د امريکا فېلپس د سرو زرو ۱۹ مډال وګاټه

Image copyright Reuters
Image caption دا د امريکايي لامبووهونکي فېلپس په ريو اولمپيک سيالیو کې لومړی مډال دی، خو په ټولييز ډول يې د اولمپيک سياليو کې د سرو زرو ۱۹ مډالونه ګټلي دي

د برازيل په ريو کې د روانو اولمپيک سياليو په دوهمه ورځ امريکا د ټولو ۱۲ مډالونو په ګټلو سره د اولمپيک سياليو د جدول په سر کې ده.

په دغو مډالونو کې درې د سرو زور، پنځه د سپينو زرو او څلور د ژېړو دي. امريکا د سرو زور يو مډال۴X۱۰۰ متره واټن لامبو وهلو سيالۍ کې ترلاسه کړ، په دغو سياليو کې فرانسه په دوهم او اسټراليا په درېيم نمبر راغله.

د اولمپيک سياليو د مډالونو جدول د لته موندلی شئ.

دا د امريکايي لامبووهونکي فېلپس په ريو اولمپيک سيالیو کې لومړی مډال دی، خو په ټوليز ډول يې د اولمپيک سياليو کې ټول ۲۳ مډالونه ګټلي چې په هغو کې ۱۹ د سرو زرو دي.

فېلپس دغه ټاکل شوی واټن په درې دقيقو او ۹،۹۲ ثانيو کې بشپړ کړ. ۳۱ کلن فېلپس په نړۍ کې ترټولو د ډېرو سرو زرو مډالونو ګټوونکې لوبغاړی دی.

نوموړی د پنځم ځل لپاره په اولمپيک سياليو کې ګډون کوي.

Image copyright Getty
Image caption د کوسوو له خوا د سرو زرو لومړي مډال ميجلنډا کيلمنډي د جوډو په ۵۲ کيلوګرام وزن کې ترلاسه کړ

فېلپيس په لندن کې د ۲۰۱۲ کال اولمپيک سياليو وروسته په دغو لوبو کې د نه ګډون کولو پرېکړه کړې وه، خو په ۲۰۱۴ کال کې يې بېرته خپله پرېکړه واخيسته او د ريو اولمپيک سيالیو کې يې ګډون وکړ.

د اولمپيک سياليو پر دوهمه ورځ يوه بل مهمه خبره د کوسوو له خوا د سرو زرو د لومړي مډال ګټل ووـ دغه مډال ميجلنډا کيلمنډي د جوډو په ۵۲ کيلوګرام وزن کې ترلاسه کړ.

۲۵ کلن کيلمنډي، ايټالوي لوبغاړي ته په ماتې ورکولو سره د سرو زرو مډال ترلاسه کړ، تر دې وړاندې نوموړی د لندن اولمپيک سياليو کې د البانيا لپاره لوبېدلی و.

بريتانيا هم د اولمپيک سياليو پر دوهمه ورځ د سرو زور مډال ګټل هغه مهال پيل کړل چې ۲۱ کلن لامبووهونکي ايډم پيټي په ۱۰۰ متره واټن کې د سينې غوټې لامبو کې نړيوال ريکارډ ټينګ کړ. بريتانيا تر دې مهاله يو د سرو او يو د سپينو زرو مډال ګټلی دی.

Image copyright Getty
Image caption د چين کنګکوان د چين لپاره د وزن پورته کولو کې د سرو زرو مډال ترلاسه کړ.

د ريو اولمپيک لوبو د دوهمې ورځې پای ته رسېدو سره چين له امريکا وروسته په دوهم نمبر وـ د چين لپاره دوهم د سرو زرو مډال لونګ کنګ د وزن پورته کولو په برخه کې ترلاسه کړ. نوموړی د ۵۶ کيلوګرام وزن په سياليو کې په ټوليز ډول ۳۰۷ کيلوګرام وزن پورته کړ چې نوی نړيوال ريکارډ دی.

د ښځو د باسیکل ځغلولو په سیالۍ کې یو بده پېښه وشوه او د هالنډۍ انمیک وان فلوډن ملا ژوبل شوه. خو بلې هالنډۍ لوبغاړې انا وان ډربیرګ بیا د سرو زرو مډال وګاټه.

بلخوا، د هند د جمناسټک لوبغاړې ديپا کرماکر د ريو اولمپيک جمناسټيک سياليو په پايلوبه کې خپل ځان ته ځای جوړ کړ، نوموړې له ۱۹۶۴ کال وروسته دغې پړاو ته رسېدونکې لومړنۍ هندۍ مېرمن ده.

ديپا جمناسټک سياليو کې په شپږم نمبر ده. د نوموړې برعکس د هند نښه ويشتونکی حنا سنګ او د هند د ښځينه نښه ويشتونکو ډلې خپلې سيالۍ وبايللې.

Image copyright Reuters
Image caption سرينا او وينس وېليمز د ټېنس جوړو سياليو کې ناکامې شوې

د ټېنس سياليو په دوهمه ورځ د نړۍ لومړی نمبر لوبغاړي نوواک جوکووچ د نارينه وو د يو کسيزو (سېنګلز) سياليو په لومړي پړاو کې ماته وخوړه.

نوموړي ته د ارجنټاين ژان مارټن ډيل پورټو ۷-۶ او ۷-۶ ماته ورکړه.

پر ده سربېره د بريتانيا اينډي او جيمي مري د ټېنس د جوړو له سياليو څخه بهر شول، خو په يو کسيزه سيالۍ کې اينډي مري د سربيا وکټر ټرویکي ته ماته ورکړه او لومړی پړاو يې وګاټه.

Image copyright AFP
Image caption د هند د جمناسټک لوبغاړې ديپا کرمارکر يايلوبو ته لار ومونده

د امريکا سرينا او وينس وېليمز هم د ټېنس جوړو سياليو کې لومړۍ لوبه وبايلله او د ښځينه وو د جوړو سياليو څخه ووتې، دا شپږم ځل دی چې دغه جوړې په اولمپيک سياليو کې ګډون کوي.

وينس وېليمز د اولمپيک لوبو په لومړۍ ورځ هم يو کسيزو سياليو کې ماته خوړلې وه.

د اولمپيک لوبو پر درېيمه ورځ د سرو زور ۸ مډالونو لپاره د جوډو، لامبو، تورې وهلو، جمناسټک، نښې ويشتلو، وزن پورته کولو او غوټې وهلو په برخه کې سيالۍ کېږې. پر دې سربېره يو شمېر نورې لوبې به هم ترسره شي.