BBC
 شاته

د جاپان امپراتور له واکه لاس اخستو ته لېوالتیا ښوولې

Image copyright AP
Image caption اکیهیټو په ۱۹۸۹ کال کې د خپل پلار تر مړینې وروسته د جاپان امپراتور شو

د جاپان امپراتور اکیهیټو خپلو خبرو کې ویلي چې د عمر د زیاتوالي او ورځ تر بلې د روغتیایي ستونزو ډېرېدل لامل کېږي چې د امپراتور په توګه خپلو کارونو ترسره کولو کې پاتې راشي.

ښاغلي اکیهیټو دا خبره د خپلې واکمنۍ په اوږدو کې خلکو ته خپلې دویمې ټلویزیوني وینا کې کړې دي.

نوموړی ۸۲ کاله عمر لري او جاپان کې ډېر پلویان لري.

د جاپان امپراتور خپلو خبرو کې په زغرده د "پاچاهۍ پرېښودو" خبره ونه کړه، خو ټینګار یې وکړ چې لېواله دی چې له خپلې دندې لاس واخلي.

د جاپان لومړي وزیر شینزو ابې ویلي، حکومت به په جدي ډول د قانوني بدلونونو پر لارو چارو غور وکړي.

د جاپان په قوانینو کې له "پاچاهۍ لاس په سر کېدل" نشته، نو له همدې امله باید په قوانیو کې بدلونونه راشي ترڅو دا ګام عملي شي. هرډول پرېکړه باید د پارلمان لخوا تصویب شي.

Image copyright Reuters

د جاپان د قوانیو له مخې، پاچا نشي کولی په سیاسي چارو کې لاسوهنه وکړي او یا هم سیاسي څرګندونې وکړي او له همدې امله له "پاچاهۍ لاس اخستو" ته د هغه مستقیمه اشاره کېدای شي سیاسي څرګندونې تعبیر شي.

د جاپان امپراتور خپلو خبرو کې چې له وړاندې ثبت شوې وې وویل، هیله من و چې کولی یې شوای د امپراتور او د هېواد د سمبول په توګه خپلو دندو ته دوام ورکړي. هغه د پروستات سرطان له امله تر درملنې لاندې دی.

نوموړی په ۱۹۸۹ کال کې د خپل پلار تر مړینې وروسته د چارو واګې په لاس کې واخستې.

د هغه ۵۶ کلن زوی ناروهیټو اوسمهال د جاپان ولیعهد دی.