BBC
 شاته

د افغانۍ بانکنوټونه؛ له سوداګرۍ تر سوځولو پورې

Image caption د افغانیو بانکنوټونه په جرمني کې چاپېږي او په منځنۍ توګه د هر نوټ چاپېدل شاوخوا درې افغانۍ لګښت لري.

په افغانستان کې هر کال له ۵ تر ۶ میلیاردو افغانۍ نوټونه د زړښت له امله له منځه ځي. یوازې په تېرو لسو کلونو کې شاوخوا ۴۰ میلیارده افغانۍ له همدې کبله له چلنده وتلي او پر ځای یې نوي بانکنوټونه چاپ شوي دي.

د هر بانکنوټ د چاپ لګښت شاوخوا درې افغانۍ کېږي چې هر کال د حکومت له بودیجې یوه زیاته اندازه پیسې پرې لګول کېږي.

یو لس، شل او یا پنځوس افغانیګي نوټ چې د جیب په څنډه کې زوړ او ګونځې شوي وي ښايي ځان ترې خلای او یوه سواګر ته یې ورکړی، خو دا د لسو،۱۰۰ یا زرو افغانیو خبر نه ده، هر کال له ۵ تر ۶ میلیارده افغانۍ زړې او په بازار کې له چلښت وځي.

کله چې له یوې هټۍ څه اخلئ او پاتې پیسې چې له هټی واله اخلئ ډېرې زړې او څو ځایه پیوند شوې وي او نه شئ کولای چې ټولې یې سوالګرو ته ورکړی.

په افغانستان کې په لومړي ځل کاغذي پیسې شاوخوا سل کاله وړاندې د امان الله خان د پاچاهۍ په وخت کې چاپ او په دغه هېواد کې یې رواج وموند. وروسته تر هغه په بېلابېلو دورو کې دا چاره ترسره شوه.

شاوخوا ۱۴ کاله وړاندې او په افغانستان کې د نوي بدلون رامنځ ته کېدو سره د تېرو ۴۰ کلونو بانکنوټونه باطل وګڼل شول او نوي یې چاپ شول، خو په تېرو لسو کلونو کې یې ۴۰ میلیارده افغانې زړې او له چلنده وتلې دي.

له ۱۰ تر ۱۰۰ افغانیو پورې بانکنوټونه ډېر زاړه شوي دي او د ۱ـ ۲ او ۵ افغانیو نوټونه خو تر ډېره له چلنده وتلي دي.

د افغانستان بانک د افغانیو نوټونو د چلند موده له ۴ تر پنځو کلونو ټاکلې، خو د دوو لاملونو له کبله دوه -درې کاله تر وخت مخکې زړېږي.

لومړی دا چې په افغانستان کې زیاتره راکړه ورکړه په نغده توګه کیږي دویم دا چې خلک د بانکنوټونو په ساتلو کې له ملي ارزښتونو بلل کېږي پام نه کوي.

Image caption د افغانستان په شان یوه دودیز هېواد کې چې شاوخوا ۷۰ سلنه وګړي یې بېسواده دي د دغې چارې پرمختیا او برېښنايي بانکدارۍ رواجېدل به کلونه وخت ته اړتیا ولري.

زیاتره کاروباریان لکه مستریان، سبزۍ پلورونکي، مېوه پلورونکي او تیل پلورونکي په خپلو ککړو او غوړو لاسونو د پیسو راکړه ورکړه کوي.

د پیسو راکړې ورکړې په بازارونو کې د پیسو بنډلونه په نمجنې ځمکې او د لمر وړانګو په وړاندې ایښي وي. د زړو نوټونو ډېرېدو د ځینو کسانو سوداګرۍ ته هم زیان اړولی دی.

د افغانیو بانکنوټونه په جرمني کې چاپېږي او په منځنۍ توګه د هر نوټ چاپېدل شاوخوا درې افغانۍ لګښت لري.

د افغانستان بانک ویاند ایمل عاشور وايي که خلک د افغانیو ساتلو ته پام وکړي، نو هغه پیسې چې هر کال د نویو نوټو لپاره لګول کېږي، په نورو اړینو برخو کې لګول کېدای شي.

برېښنايي بانکدارۍ او برېښنايي کارتونو په وسیلې راکړه ورکړه چې له څو کلونو راهیسې په افغانستان کې رواج شوې د بانکوټونو د زړښت د مخنیوي یوه بله لار ده.

Image caption یو لس، شل او یا پنځوس افغانیګي نوټ چې د جیب په څنډه کې زوړ او ګونځې شوي وي ښايي ځان ترې خلای او یوه سواګر ته یې ورکړی، خو دا د لسو،۱۰۰ یا زرو افغانیو خبر نه ده، هر کال له ۵ تر ۶ میلیارده افغانۍ زړې او په بازار کې له چلښت وځي.

خو د افغانستان په شان یوه دودیز هېواد کې چې شاوخوا ۷۰ سلنه وګړي یې بېسواده دي د دغې چارې پرمختیا او برېښنايي بانکدارۍ رواجېدل به کلونه وخت ته اړتیا ولري.

Image copyright AFP