د بلوچستان ملکي روغتون کې چاودنې لسګونه کسان وژلي
-
AFP
د پاکستان بلوچستان ایالت مرکز کوټې ښار ملکي روغتون کې چاودنې لږ ترلږه ۵۳ کسان وژلي او تر ۳۰ ډېر ټپیان کړي دي.
-
Kher Muhammad
په دغه چاودنه کې د 'اج' په نامه د یوه شخصي ټلوېزیون کامره چلوونکی شهزاد خان هم وژل شوی او د یوه بل 'ډان' ټلویزیون کامره چلوونکی محمود سخت ټپي شوی دی. د 'دونیا' په نامه یو بل ټلویزیون بیا وايي، ددوی یو خبریال فریدالله هم سخت ټپي شوی دی.
-
AFP
چاودنه داسې مهال شوې، چې له روغتون بهر د یوه مشر مدافع وکیل بلال انور کاسي د وژل کېدو په ویر ګڼ خلک راغونډ شوي وو.
-
EPA
د ښار په ټولو روغتونو کې بیړنی حالت اعلان شوی.
-
AFP
د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف دا برید په کلکه غندلی دی.
-
EPA
چاودنې د روغتون ودانۍ هم زیانمنه کړې ده.
-
AFP
تر چاودنې وروسته امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړه.
-
AFP
د بلوچستان ایالتي حکومت او د سترې محکمې د مدافع وکیلانو ټولنې درې ورځې ماتم اعلان کړی.