شاته

تاتاري فعالان: په کریمیا کې روسيي درنې وسلې ځای پرځای کړي

د کریمیا د تاتاریانو فعالان د روسیې له خوا د دغې لاندې شوې ټاپو وزمي په مختلفو ځایونو کې د نوېو امنیتي پوستو د جوړېدو او د دې سیمې په شمالي برخه کې په پراخه کچه د روسیې د درنو وسلو د ځای پر ځای کېدو خبر ورکوي چې مخکې یې ساری نه دی لیدل شوی.

په عین حال کې د اوکراین سرحدي ځواکونه وایي چې روسي چارواکو پرون دې ټاپو وزمې ته ټولې غځېدلې لارې هغه لارې د څو ساعتونو لپاره بندې کړې.

د کریمیا د اقلیت تاتاریانو د اجرایوي ټولنې یوه چارواکي ناریمان جیلالوف وویل، ټانکونه او نورې درنې وسلې د اوکراین د اداري سرحد ته نژدې په دو شمالي مهمو ځایونو کې ځای پرځای شوي دي.

د کریمیا د بشري حقونو ډلې وویل، هغه راپورونه، تصویرونه او ویډوګانې چې له عیني شاهدانو یې ترلاسه کړي، ښیي چې د روسیې پوځي لارۍ د اګست په شپږمه په اورګاډو کې کیرچ ته نژدې لیږدولي دي.

دغه ښارګوټۍ د روسیې د ستاوروپول د سیمي بل لورته پروت دی.

روسیې د اکراین د کریمیا ټاپو وزمه په ۲۰۱۴ کال له خپلې خاورې سره ملحق کړه چې نړیوالو د روسیې دغه اقدام غندلی دی.