BBC
 شاته

کابل کې وسله والو کسانو دوه بهرني وګړي تښتولي

د کابل پولیس وایي؛ دوه بهرني اتباع چې کابل کې د افغانستان – امریکایي پوهنتون استادان دي په پلازمېنه کې د نامعلومو کسانو لخوا تښتول شوي دي.

دواړه تېره ورځ (یکشنبې اسد/زمري ۱۷مه) ماښام مهال تښتول شوي. له دوی یو امریکایی دی چې له دوو کلونو راهیسې افغانستان کې و او بل یې استرالیایی دی چې تېره اونۍ دې هېواد ته راغلی و.

امنیتي چارواکو بي بي سي ته تایید کړې چې دواړه د کابل په لویدیځ دارلامان سیمه کې له پوهنتون نه د خپل هستوګنځي پر لور روان و چې وسله والو کسانو یې موټر ودروه، ښېښې یې ورماتې کړې او دوی په زوره له ځان سره یوړل.

افغان خبریال بلال سروري ویلي، تښتوونکو د افغانستان د امنیتي ځواکونو یونیفورم اغوستی و.

افغانستان کې په دې وروستیو کې څو بهرنیان تښتول شوي دي. په جون میاشت کې هم یو هندی په کابل کې وتښتول شو.

په اپرېل میاشت کې هم وسله والو کسانو چې پوځي یونیفورم یې اغوستی و، په ختیځ ولایت ننګرهار کې یو استرالیایۍ مرستندویه کارکوونکې وتښتوله.

تېرکال دوو پېښو کې دوه جرمني مرستندویان چې له جي آی زېډ موسسې سره یې کار کاوه، وتښتول شول چې په پایله کې دواړه بېرته خوشي شول.

وړاندې په همدې اونۍ کې اورپکو په لویدیځ ولایت هرات کې د بهرنیو سیلانیانو د موټرو پر کاروان برید وکړ. په دغه برید کې شپږ سېلانیان او د هغوی افغان ډرېور ټپي شو.

په دغو سیلانیانو کې ۸ بریتانویان، ۳ امریکایان او یو جرمنی و.

کابل کې د دغو بهرنيانو د تښتونې خبر يوه ورځ وروسته له هغه راځي چې په هرات ولایت کې یوې لومړنۍ محکمې ۱۳ کسان د سړي تښتونې په جرم ګرم وبلل او په اعدام یې محکوم کړل.

همدا راز څلور تنه نور، چې یوه ښځه هم پکې ده، له پنځو نه تر شلو کالونو په بند محکوم شوي.