BBC
 شاته

د کوټې ملکي روغتون ته څېرمه خونړۍ چاودنه شوې

د پاکستان بلوچستان ایالت مرکز کوټې ښار ملکي روغتون ته څېرمه چاودنې لږترلږه ۱۸ کسان وژلي او ګڼ نور یې ټپیان کړي دي.

چاودنه داسې مهال شوې چې له روغتون بهر ځینې مدافع وکیلان هم حاضر وو.

کوټه کې د بي بي سي خبریال وايي، د دوشنبې په ورځ د مدافع وکیلانو ټولنې مشر بلال انور کاسي د کوټې منو جان پر سړک د نامعلومو وسله والو له خوا په ډزو ووژل شو.

زموږ خبریال وايي، د بلال انور کاسي مړی د کوټې ملکي روغتون ته راوړل شوی و او بهر ګڼ مدافع وکیلان ورته ولاړ وو چې چاودونه وشوه.

د بلوچستان یوه حکومتي ویاند انوار الحق کاکړ د پاکستان تلوېزیون ته وویل، تر اوسه د چاودنې ډول نه دی روښانه شوی.

دی وايي، ځینې ټپیان د بولان میډیکل کالج او سي اېم ایچ روغتون ته لېږدول شوي.

ویاند زیاتوي، له روغتون بهر مدافع وکیلان او خبریالان هم حاضر وو.

له چاودنې وروسته سیمه کلابنده شوه.

د پاکستان لومړي وزیر محمد نواز شریف کوټه کې دا چاودنه په سختو ټکو غندلې ده.