BBC
 شاته

ایران اتومي فزیکپوه شهرام امیري د 'جاسوسي' په تور اعدام کړ

له ایران نه د شهرام امیري له وتلو او بیا ستنېدل یې له پراخو لانجو سره مل وو Image copyright Getty
Image caption له ایران نه د شهرام امیري له وتلو او بیا ستنېدل یې له پراخو لانجو سره مل وو

د ایران د قضائیه قوې ویاند غلام حسین محسني اژه ای منلې ده، چې د اتومي فزیک کارپوه شهرام امیري یې امریکا ته د جاسوسي په تور اعدام کړی دی.

ښاغلي محسني د یکشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، د ښاغلي امیري دا عدام حکم د "هېواد په عالي دېوان کې د محکمې له خوا د جاسوسي د تور له ثباتېدو وروسته" ترسره شوی.

د تېرې شنبې په ورځ د ښاغلي اميري کورنۍ ته - چې له هېواده تر ایستلو او بیا له امریکا نه یې ستنېدل له لانجو سره مل و، خبر ورکړل شوی و چې د تېرې چارشنبې په ورځ نوموړی په یوه نامعلوم ځای کې اعدام شوی دی.

د قضائیه قوې ویاند وویل: "دغه سړي د نظام او استخباراتو پټو معلوماتو ته د پوره لاسرسي له کبله، چې دښمن ته یې ورکړي وو، اعدام شوی دی".

ښاغلي محسني اژه ای وویل "موږ نه پوهېدو چې ښاغلی امیري به زموږ سیستم ته په دې کچه لاسرسی لري او څرنګه سعودي عربستان ته وړل شوی و".

ایران ادعا کوي چې د اتومي فزیک کارپوه شهرام امیري په ۱۳۸۸ کال د حج د سفر پرمهال تری تم شوی و. د ښاغلي امیري د خبرو په تړاو ځینې متناقضې وېډیوګانې خپرې شوې او داسې پکې ویل کېدل چې ګني امریکا کې دی.

هغه د ۱۳۸۹ کال د چنګاښ/سرطان پای کې د بهرنیو چارو وزارت د چارواکو په هرکلي ایران ته ستون شو چې د کورنۍ په وینا وروسته بندي شو.

لس کاله زندان که اعدام؟

د شهرام امیري مور مرضیې امیري د شنبې په ورځ بي بي سي ته وویل، زوی یې له اعدامېدو یوه ورځ وړاندې تهران کې ولید او ورته ویلي یې وو چې ژر به اعدام شي.

اغلې امیري دا هم ویلي چې زوی یې په ۱۰ کلونو اعدام محکوم شوی و، خو تېره میاشت ناڅاپه د هغه د اعدام پرېکړه وشوه.

خو د قضائیه قوې ویاند ښاغلي امیري ته د لسکو کلونو د بند حکم "دروغ" بللی چې په وینا یې: "په محکمه کې د هغه لپاره د اعدام حکم صادر او تایید شو".

وړاندې، د ښاغلي امیري د اعدام په اړه هېڅ خبر نه و خپور شوی.

Image copyright EPA
Image caption د شهرام امیري مور وايي، ایران ته یې زوی له ستنېدا وروسته بندي شو

د ایران د قضائیه قوې ویاند زیاتوي، د ښاغلي امیري محاکمه "د قانون پربنسټ د وکیل په حضور په څو ناستو کې" ترسره شوه.

خو د شهرام امیري مور وايي، زوی یې ورته ویلی وو، امنیتي چارواکو چې ده ته کوم وکیل ټاکلی و، په دې موده کې یې د "ده په زیان" کار کړی دی.

Image copyright Getty
Image caption شهرام امیري ایران ته د بهرنیو چارو وزارت په هرکلي ستون شوی و