شاته

سیما سمر: پولیسې باید خوندي وي، چې ښځې خوندې شي

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د 'بشري حقونو او پولیس' په دویم ملي کنفرانس کې د دغه هیواد له کورنیو چارو وزارت، دفاع وزارت او د ملي امنیت ریاست سره هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.

د تړون له مخې به دغه کمیسیون د افغان ځواکونو امنیتي منسوبینو ته د بشري حقونو په برخه کې روزنه ورکړي او دغه راز په امنیتي بنسټونو کې به د بشري حقونو له وضعیت څخه څارنه وکړي.

په دې کنفرانس کې، چې اکثره ګډون‌کوونکې یې پولیسې وې، د پولیسو په لیکو کې د ښځو پر خوندیتوب او د هغوی د ظرفیتونو پر لوړوالي ټینګار وشو.

د بشري حقونو د کمیسیون مشرې سیما سمر وویل، که ښځې د پولیسو په لیکو کې خپلې دندې په سمه توګه ترسره نه کړي، نو عدلي او قضايي بنسټونه به هم د خپلو چارو په سمبالولو کې پاتې راشي.

آغلې سمر وویل "تر هغې چې ښځې د پولیسو په لیکو کې امنیت او خوندیتوب و نه لري، په ټولنه کې د ښځو او نجونو امنیت نشي ساتلی."

د بشري حقونو د کمیسیون مشرې زیاته کړه، چې د پولیسو په لیکو کې د موجودو ښځو ګډون او د هغوی مصونیت به نورو ښځو ته هم د پولیسو له لیکو سره د یو ځای کیدو لار هواره کړي.

که څه هم د افغانستان د امنیتي ځواکونو په لیکو کې ښځو ته د نارینه و په پرتله ښه امتیازات ورکول کیږي، خو په ټولنه کې د ناوړه دودونو د موجودیت او پر امنیتي بنسټونو باندې د باور د نه شتون له امله، افغانستان د پولیسو او اردو په لیکو کې د ښځو د جذبولو په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دی.

اوسمهال د کورنیو چارو وزارت په تشکیلاتو کې شاوخوا ۳۵۰۰ ښځینه پولیس فعالیت کوي. دغه وزارت په پام کې لري، چې د ښځینه پولیسو شمیر د ۵ زرو نه نیولې تر ۱۰ زرو پورې زیات کړي، خو د څو کلونو په تیریدو سره لا هم ټاکل شوي هدف ته نه دی رسیدلی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال اکرام‌الدین یاور په دې کنفرانس کې وویل، دغه وزارت ژمن دی، چې د پولیسو په لیکو کې له ښځو څخه ملاتړ وکړي.

د هغه پر وینا د کورنیو چارو وزارت د ښځینه‌ پولیسو د ظرفیتونو د لوړولو او پياوړتیا لپاره د پام وړ بودیجه په واک کې لري، چې له مخې به یې هغوی ته مسلکي روزنې ورکړل شي.

د کورنیو چارو وزارت دغه چارواکي ژمنه وکړه، چې وزارت به یې د ښځینه پولیسو اړوندې ستونزې په جدي توګه تعقیب او حل کړي.