شاته

کابل کې د ستاره های سمیع لوبډلې د فوټسال اتلولي خپله کړه

د ستاره های سمیع لوبډلې په کابل کې د فوټسال د روژې جام سیالیو اتلولي خپله کړه.

د کابل د فوټبال فدراسیون مرستیال عبدالبصیر قیومي نن ازادي راډیو ته وویل چې د ستاره های سمیع لوبډلې تېره شپه د دغو سیالیو په فاینل کې څلور د صفر پر وړاندې د فیفا لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د ښاغلي قیومي په خبره هغو لوبډلو چې لومړی، دوهم او درېیم مقام یې ګټلی هغوی ته مادي او معنوي جایزې ورکول کیږي.

د روژې د فوټسال جام سیالۍ د افغانستان د فوټبال فدراسیون له لوري په کابل کې د بېلابېلو ټيمونو په ګډون پیل شوی وو.