شاته

اسرائیلي الوتکو سوریه کې د حزب الله زیرمتون وویشت

اسرائیل د پنجشنبې په ورځ د دمشق هوایي ډگر ته نژدې د حزب الله د ډلې د وسلو پر یوې زیرمې برید وکړ. د سوریې د حکومت مخالفې ډلې او د سیمې استخباراتي سرچینې وایي چې دغه وسلې د ایران له خوا د سوداګریزو او پوځي الوتکو له لارې سوریې ته استول شوي وې.

هغه ویدیو چې د لبنان تلویزیون خپره کړې ښیي چې دغه برید د دمشق په ختځ کې د هوایي ډگر شاوخوا ته د اور لمبې پورته کړې چې ښایي د تیلو او یا د وسلو د زیرمو د ویشلو له وجې رامنځ ته شوي.

د سوریې دولتي رسنیو ویلي چې اسرائیلي میزائیلو د هوایي ډگر جنوب لویدیځ ته پوځي ساحې ویشتلي، خو د وسلو او یا د تیلو د زیرمو یادونه یې نه ده کړې. دوی ویلي چې د "اسرائیل د تیري" په وجه چاودنې شوي او مواد له منځه تللي دي، خو د نور تاوان اوښتلو یادونه یې نه ده کړې.

اسرائیل معمولاً په سوریه کې د خپلو اقداماتو په هکله تبصره نه کوي. خو د هغه هیواد د استخباراتو وزیر اسرائیل کټس، چې په متحده ایالاتو کې دی، د خپل هیواد پوځي رادیو ته ویلي دي چې "د سوریې پیښه د اسرائیل د پالیسۍ سره پوره اړخ لگوي چې د ایران له خوا د سوریې له لارې حزب الله ته د پرمختللو وسلو د استولو مخه ونیسي".

هغه زیاتوي چې د اسرائیل صدراعظم بنیامن نتنیاهو ویلي دي "هر کله چې مونږ داسې استخباراتي معلومات ترلاسه کړو چې حزب الله ته د پرمختللو وسلو استول تائید کړي، مونږ یې په ضد عمل کوو".

د اسرائیل د پوځ یو ویاند ویلي چې "مونږ په دا ډول رپوټونو تبصره نه شو کولای".

د سوریې د حکومت دوو لوړپوړو مخالفو منابعو ویلي دي چې د هغو ملیشه ډلو د وسلو گدام پنځه ځلې ویشتل شوی چې ایران یې ملاتړ کوي. د لبنان د المنار تلویزیون چې د حزب الله سره اړیکه لري وایي ابتدایي معلومات دادي چې گدام او د تیلو ټانگ په ډزو لگیدلی دی او زیاتوي چې دغه برید تلفات نه دي اړولي.

د سوریې د پوځ نه تښتیدلي پوځیان چې د دې هوایي ډگر په اړه معلومات لري وایي ددې هوایي ډگر له لارې له تهران نه سوریې ته وسلې را استول کیږي. د رویترز اژانس وایي دغه الوتکې د عراق له فضایي حریم نه په تیریدو په مستقیمه سوریې ته وسلې وړي چې حزب الله او نورې ډلې ترې استفاده کوي.

ددې ترڅنگ د استخباراتي منابعو په وینا په سلگونو شیعه ملیشه جنگیالي له عراق او ایران نه د دمشق نړیوال هوایي ډگر ته استول شوي دي. استخباراتي منابع ددغو ملیشه جنگیالیو شمیر له ١٠٠٠٠ نه تر ٢٠٠٠٠ زرو پورې اټکل کړی دی چې د هغوی په ونیا دغه جنگیالي د سوریې د حکومتي ځواکونو په عملیاتو کې عمده رول لري.

اسرائیل تر ډیره د سوریې له جگړې نه ځان اړخ ته کړی دی، خو حزب الله ته د پرمختللو وسلو او د گولان د لوړو څخه پر اسرائیل باندې د بریدونو لپاره د مواضعو جوړولو په وړاندې یې دمخه پوځي غبرگون ښودلی دی.