BBC
 شاته

په هرات کې د صحرايي مرغانو ځالې کمې شوي

هرات
Image caption د هرات په ډېرو کلیو کې یوه یا څو داسې زړې ودانۍ لیدل کېږي چی ډير پخوا د کوترو لپاره جوړې شوې، خو په فضا کېی د پخوا په پرتله د کوترو شمېر بېخي کم شوی

د هرات د چاپېریال ساتنې اداره وایي، په دغه ولایت او شاوخوا سیمو کې د صحرایي مرغانو شمېر په بی ساري ډول کم شوی. دی.

د یادې ادارې په وینا، لامل یی دا دی چی د کوترو لویې خونې او ځالې چې پخوا به جوړېدې ویجاړې او کمې شوې چې په سبب یې ډیرې کوترې کوچېدلي یا له منځه تللې دي.

پخوا چې د کوترو خونې جوړېدې، له یوې خوا به د مرغانو نسل په ډېرېدو و او له بلې خوا به یی سره یا کوډ هم په کرنه کې کارېدل.

هغه کوترې او مږې چې ناروغي پېژندلای شي

هرات: د چاپېریال ککړتیا مخنیوي لپاره فلټرونه

د هرات په ډېرو کلیو کې یوه یا څو داسې زړې ودانۍ لیدل کېږي چی ډير پخوا د کوترو لپاره جوړې شوې، خو په فضا کېی د پخوا په پرتله د کوترو شمېر بېخي کم شوی دی.

د هرات د چاپيریال ساتنی اداره بیا وایی، د کوترو د خونو او ځالو کمېدو د دی ډول مرغانو شمېر کم کړی او په وینا یې اوس د صحرایي کوترو شمېر دومره لږ شوی چی د ورکېدو له خطر سره مخامخ دي.

Image caption د افغانستان په لوېدیځ کی په تېره یوه لسیزه کی د ځینو مرغانو د ورکېدو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده شوې
Image caption د کوترو خونې معمولاً په هغو سیمو کې ډېرې جوړېدې چې کرنیز فعالیت به پکې ډېر و

د نوموړې ادارې مشر نصیر احمد فضلي وایي: "نن موږ او تاسو وینو چې صحرایي کوترې هغه مرغان دي چې نسل یې د انقراض یا له منځه تلو په حال کې دی. لامل یی هم کېدای شي دا وي چې د دوی ځالې کمې شوې دي. که دا ډول خونې جوړې شي کېدای شي د دې مرغانو نسل زیات شي."

د کوترو خونې معمولاً په هغو سیمو کې ډېرې جوړېدې چې کرنیز فعالیت به پکې ډېر و. د کوترو له خونو او ځالو څخه یو ډول موثر پارو (کوډ) هم د کرنیزو مځکو لپاره ټولېږي.

د هرات یو شمېر اوسېدونکي وایي، د کوترو شمېر د مختلفو لاملونو له کبله کم شوی. د دوی په وینا مهم لامل یې وچکالي هم ده. دوی وایي چې پدې ورستیو کلونو کې په دې کلي کې کښت او زراعت هم کم شوی. کوترې هغه دانې چې پخوا یې دلته موندلې اوس نه شي موندلی.

Image caption څو کاله مخکې د لږ موندل کېدونکو (کمیابه) مرغانو ښکار هم په هرات کې بند شو
Image caption د ښکار مخنیوی اسانه کار نه دی

د افغانستان په لوېدیځ کی په تېره یوه لسیزه کی د ځینو مرغانو د ورکېدو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده شوې. څو کاله مخکې د لږ موندل کېدونکو (کمیابه) مرغانو ښکار هم په هرات کې بند شو. خو په لیرې پرتو سیمو کې چې د قوانیونو د پلې کولو امکان نه شته، د ښکار مخنیوی هم اسانه کار نه وي.

تمه کېږي چې د چاپيریال د اصلي سرچینو او شتمنیو د ساتنې لپاره بنسټیز ګامونه اوچت شي، خو دولت وایي دا یوازې د حکومت وظیفه نه ده. خلک هم باید د مسؤولیت احساس وکړي.

Image caption دولت وایي د چاپېریال ساتنې لپاره خلک هم باید له حکومت سره همکاري وکړي
Image caption تمه کېږي چې د چاپيریال د اصلي سرچینو او شتمنیو د ساتنې لپاره بنسټیز ګامونه اوچت شي