آیا پلاستیکي سړک د چاپېریال د ککړتیا مخه نیولی شي؟
دې ته په کتو چې یوویشتمې پېړۍ کې پلاستیک هغه ماده ده چې که له یوې خوا ډېر کارونه اسانه کوي، له بلې خوا د چاپېریال په ککړتیا کې هم لویه ونډه لري، نو څنګه کېدای شي کارول شوی پلاستیک بیا داسې وکارول شي چې د چاپېریال د ککړتیا مخه ونیول شي؟
د دې اوونۍ اقتصادي رپوټ پر دې تم کېږي چې له پلاستيکي توکيو څنګه د سړکونو د پخولو لپاره قير جوړېدای شي.
عنايت الحق ياسني دغه رپوټ برابر کړى دى .