یونما: افغانستان کې د ولسي وګړو مرګژوبله 'ټیټه' شوې
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ 'یونما' پخپل درې میاشتني رپوټ کې افغانستان کې د ولسي مرګ ژوبلې د څلور سلنې ټیټېدو خبر ورکړی، چې وايي په ۲۲۰۰ وژل شویو او ټپیانو کې ۳۴ سلنه یې ماشومان دي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي، تدامیچي یماموتو ویلي: " دا ملکیان دي، چې د ښځو او ماشومانو د مرګ ژوبلې شمېره یې هم مخ په زیاتېدو ده او همدوی تر ډېره د جګړو ناخوالې ګالي".
د ولسي مرګ ژوبلې په اړه د یونما تازه راپور
یونما: ۲۰۱۵ کال افغانستان کې ''تر ټولو ډېر خونړی'' و
د ۲۰۱۷ کال په لومړیو دریو میاشتو کې یونما ۲۱۸۱ ملکي تلفات مستند کړي ( ۷۱۵ وژل شوي او ۱۴۶۶ ټپیان) چې دا د ۲۰۱۶ کال د همدې مودې په پرتله ۴ سلنه ټیټوالی په ګوته کوي.
د تېر ۲۰۱۶ کال په څېر ځمکنۍ نښتې د ملکي وګړو د تلفاتو تر ټولو ستر لامل پاتې شوی.
په دغه راپور کې د یادې مرګ ژوبلې د ۶۲ سلنې د پړې ګوته د دولت وسله والو مخالفانو ته نیول شوې او ویلي دي چې هغوی په لوی لاس له دولت سره د همکارۍ په تور د دولت ملکي کارکوونکي، قومي مشران، ماین پاکوونکي او نادولتي کسان په نښه کړي دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي یاموماتو ورته بریدونه جنګي جنایت بللی او ویلي دي، ښکېلې خواوې باید د ملکي خلکو د ژوند خیال وساتي.
ملګرو ملتونو په دغه راپور کې په هوايي بریدونو کې د ملکي خلکو پر مرګ ژوبله هم اندېښنه ښودلې او ویلي دي، د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د هوايي ګوزارونو له امله شاوخوا ۱۵۰ ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په دغه راپور کې د ښځو او ماشومانو د مرګ ژوبلې په ډېروالي هم اندېښنه ښوول شوې ده. یونما ویلي، په افغانستان کې د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې ۳۴ سلنه یې ماشومان دي.
د یونما د بشري حقونو د برخې مشر ډانیل بیل وايي، په جګړه کې د ماشومانو زیاته مرګ ژوبله د دې ښکارندويي کوي چې ښکېلې خواوې د هغوی په خوندي ساتلو کې پاتې راغلي دي.
د هغه په خبره، هغه دردونه او کړاوونه چې ماشومان یې له معلولېدو وروسته ګالي، ډېر خواشینوونکی دی.
یونما په دغه راپور کې دا هم ویلي، چې د ۲۰۱۷ کال له جنورۍ تر د مارچ تر ۳۱مې ۱۷ روغتيايي مرکزونه او روغتيايي کارګر په نښه شوي چې په ډله کې یې د سردارمحمد داوود خان د ۴۰۰ بستریز روغتون برید هم شامل دی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر له افغان دولته غوښتنه کړې چې د ملکي خلکو د مرګ ژوبله د مخنیوي او کچې راټیټونې لپاره ملي پالیسي جوړه او په دې برخه کې دې ګړندي ګامونه واخلي .