BBC
 شاته

مشهور فلمي ستوری ونود کهنه ومړ

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ښاغلي کهنه ټولټال په ۱۴۰ فلمونو کې رول لوبولی دی.

د بالیووډ سینما مشهور لوبغاړی وینود کهنه د ۷۰ کلونو په عمر د هندوستان په یوه روغتون کې ساه ور کړه.

نوموړی له یوې مودې راهیسې د چنګاښ (سرطان) ناروغي لرله.

نوموړی له ۱۹۶۰ څخه تر ۱۹۸۰ کلونو پورې د بالیووډ له برلاسو لوبغاړو شمېرل کېده.

د بالي ووډ مشهور ستوری فاروق شيخ ومړ

د باليووډ مخور ستوری ډېو اناند ومړ

وینود خپل هنري ژوند په فلمونو کې د "بدمعاش" رول له لوبولو پیل کړ، چې وروسته ورته د خپلې وړتیا له مخې په فلمونو کې د اصلي لوبغاړي "هیرو" رول هم ور کړل شو.

هغه پخپل زیار او نوښت د هندوستان فلمي نړۍ ته نوی نوم ور په برخه کړ.

وینود کهنه د ۱۹۴۶ کال د اکټوبر په ۶مه په خیبر پښتونخوا کې په یوه پنجابۍ کورنۍ کې وزېږېد.

مخکې له دې فلمي نړۍ ته راشي په ممبيي کې په اقتصاد برخه کې لوړې زدکړې وکړې.

ښاغلي کهنه ټولټال په ۱۴۰ فلمونو کې رول لوبولی دی.

د هغه لومړی فلم (من کا میت) و چې د سنجي دت له پلار سونیل دت سره یې پکې د بدمعاش رول ولوباوه.

ونود کهنه
Image caption وینود کهنه د ۱۹۴۶ کال د اکټوبر په ۶مه په خیبر پښتونخوا کې په یوه پنجابۍ کورنۍ کې زېږېدلی و

وینود کهنه په (پورب اور پچهم او میرا ګاوں میرا دېش) فلمونو کې هم د بدمعاش رول لوبولی، خو په یو شمېر فلمونو کې یې د هیرو رول هم لوبولی دی.

امر اکبر اینتهوني، پرورش، هیرا پهیرې او مقدر کا سکندر هغه ډېر لیدل شوي فلمونه دي چې نوموړي پکې د هیرو رول لوبولی دی.

سیاسي فعالیتونه

وینود کهنه نه یوازې دا چې په فلمي نړۍ کې مصروفه و، تر څنګ یې د خپل هېواد په سیاسي چارو کې د ښکېلتیا لېوالتیا هم لرله.

نوموړي څلور ځلي د (بي جي پي) ګوند له ادرسه د پنجاب له ګروداس سیمې د هند ولسي جرګې ته لاره موندلې وه او څو ځلي د دغه ایالت مرکزي وزیر هم پاتې شوی دی.

وینود کهنه دوه ودونه کړي وو چې څلور اولادونه لري.

هغه په ۱۹۷۱ کال کې له "ګیتانجلي" سره واده کړ چې له هغې یې دوه اولادونه "راهول کهنه او اکشي کهنه" لري.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ونود کهنه تر ۱۰۰ ډېرو بالیووډ فلمونو کې لوبېدلی

له ګیتانجلي سره یې په ۱۹۸۵ کال کې د واده اړیکه پرې شوه او بیا یې له کویتا سره واده وکړ چې له هغې هم دوه اولادونه "سکشي او سرادا" لري.

که څه هم د هغه فلمي ادارکاري په درز کې روانه وه، خو په ۱۹۸۷ کال امریکا ته لاړ. پنځه کاله هلته پاتې شو او چې بېرته راستون شو، نو فلمي نړۍ ته بیا راغی او د انصاف او چاندي په څير فلمونه یې جوړ کړل.

وینود کهنه په دا وروستیو کې له سلمان خان سره په ډبنک فلم کې هم رول لوبولی دی.

د هغه د مړینې پر خبر د بالیووډ ډېرو لوبغاړو خواشیني ښودلې.

د هند لومړي وزیر پرناب موکرجي هم د سیاستوالو له ادرسه د نوموړي پر مړینې خواشيني څرګنده کړې ده.

د انځور حقوق @RASHTRAPATIBHVN
د انځور حقوق @ARUNJAITLEY
د انځور حقوق @VISHALDADLANI