شاته

ترکیې د فتح الله ګولن سره د اړیکو لرلو په شک زر تنه نیولي

د ترکیې حکومت د چارشنبې په ورځ زر تنه پدې شک نیولي دي چې د فتح الله ګولن سره اړیکې لري. ګولن پخپله خوښه په امریکا کې جلا وطن دی او ترکیه په هغه تور لګوي چې تیر کال د حکومت د راپرځولو لپاره ناکامه کودتا د هغه په لارښوونې شوې وه خو ګولن دا تورونه رد کړي.

د ترکیې اناتولیا خبري اژانس همدارنګه وایي چې حکومت پرون تقریباً د ۹ زرو پولیسو دندې په موقتي توګه وځنډولې. دا پدې تیرو څو میاشتو کې
د فتح الله ګولن د "خوځښت" د ځپلو لپاره د حکومت تازه هڅې دې چې کوي یې. حکومت د نیولو شویو کسانو نه د فتح الله ګولن سره د اړیکو لرلو په باره کې تحقیقات کوي.

د اناتولیا خبري اژانس په راپور کې ویل شوي چې د ترکیې پولیسو په یو وخت د هیواد په ۸۱ ولایتونو کې عملیات پیل کړل او ۱۱۲۰ کسان یې ونیول چې د پولیسو سره اړیکې لري. حکومت په مجموعي ډول د ۳۲۲۴ کسانو د نیولو حکم ورکړی خو دا لا نده معلومه چې د دغو کسانو د جملې نه څومره یې پولیس او څومره یې عام خلک دي.

پدغو عملیاتو کې تقریباً ۸ ز ره او ۵ سوه پولیسو برخه درلوده.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو مطبوعاتو ته ویلي دي چې په ټول هیواد کې د پولیسو د عملیاتو هدف د "ګولن د خوځښت" له منځه وړل دي. نیول شوي مشکوک کسان چې " پټ ملایان" ګڼل کیږي دا شک پرې دی چې د پولیسو په ځواک کې خپلو کسانو لارښوونې کوي.

د کورنیو چارو وزارت وایي دغو کسانو د بهر نه پولیسو ته لار پیدا کړي او کوښښ کوي چې د پولیسو یو جلا تشکیل جوړ کړي.