BBC
 شاته

بنګله دېش کې د جوماتونو جوړولو ته د سعودي یو میلیار ډالر مرسته

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په دې پروژه کې د سعودي عربستان ونډه ۱٫۰۷ میلیارد ډالر پانګونه ده.

بنګله دېش د سعودي عربستان د هغو پروژو په اړه موافقه کړې، چې په دې هېواد کې به د سلګونو جوماتونو جوړولو لپاره بنګله دېش ته یو میلیارد ډالر ورکوي.

ویل کېږي دې نوې پروژې په هېواد کې د نامسلمانو لږکیو اندېښنې ډېرې کړې چې وايي ښايي په هېواد کې سخت دریځه افکار ډېر شي.

حکومت په بنګله دېش کې د ۵۶۰ جوماتونو جوړولو هوډ لري، په دې معنا چې د هېواد په هر ښار کې به یو جومات جوړېږي.

چین ولې ښځو ته جوماتونه ځانګړي کړي؟

بنګله دېش: کرېکټ کې په څلورو بالونو ۹۲ منډې

بنګله دېش کې د طلاق غوښتنه تر ډېره د ښځو لخوا کېږي

د بنګله دېش سیکولر اداره هڅه کوي له ټاکنو وړاندې په هېواد کې د اسلامپالو ډلو ملاتړ ترلاسه کړي.

د بنګله دېش د پلان وزیر مصطفی کمال ویلي، لومړۍ وزیرې شیخ حسینې تېر کال د سعودي عربستان ریاض ته د سفر پرمهال د سعودي ددې پروژې د تمویل په اړه له سعودي چارواکو سره خبرې کړې.

په دې پروژه کې د سعودي عربستان ونډه ۱٫۰۷ میلیارد ډالر پانګونه ده.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د بنګله دېش ډېری وګړي مسلمانان دي

د حکومتي اسلامي مؤسسې مشر شمیم افضل ویلي: "دا د ریښتیني اسلام د معرفي کولو او خپراوي لپاره ښه فکر دی".

د فرانسې خبري اژانس وايي، د بنګله دېش د فډرالو صوفیانو مشر رسول الحق شاندپوري ویلي "د نویو جوماتونو لپاره کوم څرګند دلیل نه شته، ښايي د وهابیت خپرولو په پار دا کار وشي".