شاته

نړۍ کې د ماین لومړنی غني موزیم کوم دی؟

د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د ماین او جګړه ییزو توکو موزیمونه موجود دي خو تر ټولو غني موزیم په افغانستان کې د اومر موزیم دی چې سلګونه ډوله بېلابېل جګړه ییز توکي او ماینونه په کې موجود دي.

دا موزیم په کابل کې موقعیت لري او اکثره وخت یې لیدو ته له بېلابېلو هېوادونو څخه خلک راځي.

موږ نننۍ ژوند په شېبو کې خپرونه همدغې موضوع ته ځانګړې کړې ده.

دا خپرونه محبوب شاه محبوب جوړه کړې او فرشتې مرسل وړاندې کړې ده.